هند: د تندر لویدو په پیښه کې ۹ تنه وژل شوي
(کابل ټکی کام ۱۳۹۷ غویی ۷)
د هند په اندرا پردېش ایالت کې موسمي بارانونو زور اخیستی او خلک یې سخت وارخطا کړي.
ددې هیواد د بېړنیو مرستو ادارې مشر کېشان سانکو رسنیو ته ویلي؛ له تیرې ورځې راپه دې خوا د دې ایالت په مختلفو سیمو کې د تندرونو د لویدو په پیښه کې ۹ تنه وژل شوي.
نوموړي ویلي؛ یوازې په تیرو ۱۳ ساعتونو کې ۳۶ زره ځله وریځو کې برېښنايي څړیکې لیدل شوې دي چې په وینا یې دا پیښه ځکه د اندیښنې وړ ده چې تیرکال په ټول باراني موسم کې یواځې ۳۰ زره ځله برېښنا او تالنده شوي وه.
د هند چارواکي اندیښنه څرګندوي چې که دې پیښو همداسې دوام وکړ خلکو ته به لوی ځاني او مالي ناورینونه پیښ شي.



