د خلاصون لارې عالي شورا: بګرام زندان کې اته زندانيان مړه شوي

(کابل ټکی کام، ۱۳۹۷، غویی ۸) د افغانستان د خلاصون لارې عالي شورا وايي، چې د بګرام په زندان کې يو شمير زندانيانو د ناوړه وضعيت له کبله ژوند له لاسه ورکړی او لسګونه نور هم په ورته برخليک اخته دي.

د خلاصون لارې عالي شورا په يوې خبرپاڼې کې ويلي، دوی ته د بګرام زندان څخه یو مکتوب رسېدلی چې د دغې زندان بنديانو له خوړو، روغتيايي اسانتياوو له نشتوالي او جامو نه شتون سربيره ځينو نورو ستونزو څخه شکايتونه کړي دي.

د خلاصون لارې شورا په خبرپاڼه کې راغلي، د بګرام په (شو) نومې بلاک کې اته تنه زندانيانو د ناوړه وضعيت له کبله خپل ژوند له لاسه ورکړی دی.

دوی وايي، په دې اته کسانو کې د هلمند حاجي لالا، د فراه نورمحمد، د بغلان نعيم، د لوګر بسم الله، د کندهار، تورامان، د کندهار نقيب الله، د فراه نورمحمد او دوه تنه چې د وزيرستان اوسېدونکي دي (صابر او معاذالله) هم شامل دي.

د خلاصون لارې عالي شورا په خبرپاڼه کې ويل شوي، چې د بګرام زندان له نورو بلاکونو د زندانيانو حال اخيستل سخت کار دی خو زياتوي چې هغوی هم په ناوړه وضعيت کې ژوند کوي چې تر څو مياشتو پورې يواځې يو جوړ جامې اغوندي او د هغوی روغتيا ته هيڅ پاملرنه نه کېږي.

عالي شورا وايي، که حکومت ورته اجازه ورکړي دوی تيار دي چې د بګرام زندانيانو لپاره لس زره جوړه جامې ور ولېږي.

دا په داسې حال کې ده، چې څو ورځې مخکې طالبانو هم په بګرام او پلچرخي زندان کې د زندانيانو د روغتيايي وضعيت په اړه اندېښنه ښودلې وه او ويلي يې و چې (بنديان په اکثرو محابسو په ځانګړي ډول په بګرام او پلچرخي زندانونو کې په مختلفو مزمنو ناروغيو اخته دي؛ خو د دوی د معاينې، علاج او پالني لپاره د اړتيا وړ اسانتياوې نشته.)

طالبانو له بشري ټولنو او خيريه بنسټونو غوښتنه کړې وه چې بنديانو ته د اسانتيا برابرولو لپاره خپل مسئوليت ادا او پرېنږدي چې زندانيان له خپلو حقوقو محرومه شي.

مربوطه مطالب

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

This site uses Akismet to reduce spam. Learn how your comment data is processed.

Back to top button