سعودي کې د افغان سولې په اړه د علماو نړیوال کنفرانس جوړېږي

(کابل ټکی کام، ۱۳۹۷، غویی ۸) د افغانستان د سولې عالي شورا رئیس اکرم خپلواک وايي، په راتلونکې جولای مياشت کې د افغانستان د سولې په تړاو په سعودي عربستان کې د علماو نړیوال کنفرانس جوړیږي.
د خپلواک په خبره، په دې اړه د اسلامي هېوادونو د همکاریو له سازمان او سعودي چارواکو سره په جده کې خبرې شوي او هغوی ژمنه کړې چې د افغان سولې په اړه به خپلې هڅې ګړندۍ کړي.
په ورته وخت کې د سولې عالي شورا وياند احسان الله طاهري تاييدوي چې د دغې ادارې يو پلاوی سعودي کې دی او د اسلامي نړۍ د علماو کنفرانس د جوړېدو لپاره په هلو ځلو بوخت دی.
څو اوونۍ مخکې د وال سټريټ ژورنال ورځپاڼې د ځينو امريکايي چارواکو له قوله ليکلي و چې د سعودي چارواکو ورسره ژمنه کړې چې له طالبانو سره د افغان سولې په خبرو کې به مرسته کوي.
تر اوسه په دې غونډه کې د طالبانو د ګډون یا نه ګډون په اړه څه نه دي ويل شوي او نه هم طالبانو په سعودي کې د علماو له لوري د جوړېدونکي کنفرانس په اړه څه ويلي خو څه موده مخکې د افغان سولې په اړه په اندونيزيا کې هم د علماو ورته ډول غونډه جوړه شوې وه چې طالبانو له علماو غوښتي و چې په ياده غونډه کې ګډون ونه کړي.
طالبانو په يوې اعلاميې کې ويلي و چې: (د اسلامي اخوت له مخې موداسلامي نړۍ له حکومتونو هیله داده چې داډول غوڼدو ته زمینه نکړي مساعده ، علماء کرامو ته پیغام دا دی. چې په دا ډول غونډو کې ګډون ونه کړئ او په دې اړه یوازې د کتاب الله، سنة رسول الله او د ایمان د غوښتنو له مخې پریکړه وکړئ. او پرینږدئ چې په افغانستان کې میشت اشغالګرکفار ستاسو له ګډون او ستاسو له نوم نه په استفادې په خپل شوم هدف کې کامیاب شي.)



