د ګندنې په اړه معلومات او روغتیایي ګټې یې

 

(کابل ټکی کام ۱۳۹۷ غویی ۸)

د سبزیو په قطار کې ګندنه ځانګړی ځای لري چې خلک یې د ښه خوند له امله زیاته خوښوي،خو آیا ګندنه ګټه هم لري؟
طبي کارپوهان وایي، په ګندنه کې د 90٪ سلنې اوبو سربیره ویټامین اې، ویټامین بي ،ویټامین سي، کلسیم ، فوسفورس، پوتاشیم منګنیز ، اوسپنه ، ګوګړ ، او کلورین شتون لري چې د ګڼو ناروغیو په مخنیوي کې اغیزمن رول لري.
روغتیا پوهان وایي؛ ګندنه د اعصابو په قوت او د شریانونو د نرمښت لپاره مفید درمل دي.

همداراز هغو کسانوته چی د بندونو له دردونو کړیږي او یا هم د روماتیزم په ناروغۍ اخته وي زیاته ګټه لري.

ګندنه دسیل ناروغۍ د کنترول، ، دقولنج د کمولو، دجنسي طاقت په زیاتولو ، د بلغمو په له منځه وړلو همداراز د کولمو په پاکولو ، او ترڅنګ یې د وینې له کمښت څخه د رنځمنو ناروغانو لپاره اغیزمنه دوا ده.

ګندنه د اواز د صافولو لپاره هم کارول کیږي او د ګیډې د چینجیو په له منځه وړلو کې هم ښه رول لري.

روغتیاپوهان وایي؛ په ۱۰۰ ګرامه ګندنه کې ۹۰ ګرامه اوبه ، ۴۰ ملي ګرامه سوډیم ، ۱.۸پروتین، ۲۶۰ ملي ګرامه پوتاشیم، ۰.۷۳ ملي ګرامه غوړ ،۱۲۰ ملي ګرامه کلسیم، ۰.۱۳۸ ملي ګرامه ویټامین بي ۶، ۵۸،۱ ملي ګرامه ویټامین سي، ۲ ملي ګرامه اوسپنه ، او ګڼ نور مواد شتون لري.

مربوطه مطالب

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

This site uses Akismet to reduce spam. Learn how your comment data is processed.

Back to top button