درزاب چارواکي: د داعش قومندان پر يوې ۱۹ کلنې کوژده شوې نجلۍ تيری کړی

(کابل ټکی کام، ۱۳۹۷، غویی ۹) د جوزجان ولايت د درزاب ولسوالۍ سيمه ييز امنيتي مسئولين وايي، د یادې ولسوالۍ په مغل القاني سيمه کې د داعش ډلې يو قومندان يوه نجلۍ تښتولې او پر هغې يې جنسي تيری کړی دی.

د درزاب امنيه قومندان تورن اسماعيل سلام وطندار ته ويلي، داعش وسله والو له شاوخوا کليو ځينې ښځې وړي دي او هلته ورسره جنسي زور زياتي کوي.

د درزاب اوسېدونکي وايي، د داعش ډلې تورن قومندان (زید) نومېږي او د فارياب ولايت اوسېدونکی دی زياتوي چې نوموړي د يادې ولسوالۍ نوولس کلنه کوژدن شوې نجلۍ درې ورځې له ځان سره ساتلې او هره شپه يې پرې جنسي تیری کړی دی.

تورن اسماعيل وايي، په ياده سيمه کې له دې وړاندې هم ورته ډول پېښې شوي چې د داعش وسله والو له لوري خلک زورول شوي او وخت ناوخت په بېلابيلو نومونو وژل شوي دي.

تر اوسه داعش وسله والو په دې تړاو رسنيو ته څه نه دي ويلي.

مربوطه مطالب

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button