جلال اباد ښار کې د نومليکنې په يوه مرکز کې چاودنه شوې

(کابل ټکی کام، ۱۳۹۷، غویی ۹) د جلال اباد ښار د څلورمې ناحيې اړوند د نومليکنې په يوه مرکز کې چاودنې مرګ ژوبله اړولې ده.

ځايي امنيتي سرچينې وايي، چاودنه د هغه مسجد تر څنګ شوې چې د رايې ورکونې لپاره د نومليکنې مرکز پکې پرانيستل شوی و.

عیني شاهدان وايي، چاودنه په موټرسيکل کې د ځای پرځای شويو چاودېدونکو توکو له کبله رامنځته شوې ده.

په لومړنيو معلوماتو کې ويل شوي چې د چاودنې له امله پنځه تنه ټپيان دي خو ځايي سرچينې وايي چاودنه ډېره زوروره وه ښايي ځينې کسان وژل شوي هم وي.

تر اوسه د دې چاودنې مسئوليت چا په غاړه نه دی اخيستی.

خو څو ورځې مخکې په کابل کې د نومليکنې يوه مرکز ته څېرمه چاودنه وشوه چې له امله يې لسګونه کسانو ته مرګ ژوبله واوښته او پړه يې د داعش ډلې منلې وه.

مربوطه مطالب

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

This site uses Akismet to reduce spam. Learn how your comment data is processed.

Back to top button