(کابل ټکی کام ۱۳۹۷ غویی ۹)
له ننګرهار څخه رارسیدلي خبرونه وایی چې نن سهار شپږ نیمې بجې د دې ولایت په سره رود ولسوالۍ کې د هوان ناچاوده مرمۍ چاودیدلې چې د دوه کوچنیانو په ګډون یې یوه مور وژلې ده.
دغه پېښه کې دوه انجونې او یوه ښځه ټپيانې شوې هم دي.
د ننګرهار د والي ویاند عطاؤالله خوږیاڼی وایی؛ تر پیښې وړاندې د چمتلې په سیمه کې د امنیتي ځواکونو او طالبانو ترمنځ جګړه شوې چې یاده نا چاوده مرمۍ په سیمه کې تر پاتې کیدو وروسته ماشومانو کورته وړې او هلته یې انفجار کړی.
بل پلو طالبانو خبر ورکړی چې د دې ولایت په روداتو ولسوالۍ کې یې د امریکایانو یوه کشفي بې پیلوټه الوتکه رانسکوره کړې.
طالبانو ویلي؛ یاده الوتکه ویجاړه شوې نه ده، او له سقوط سره سم یې یوه خوندي ځای ته رسولې.


















