ولسمشر غني او اجرائيه مشر د کابل نني بريدونه وغندل

(کابل ټکی کام، ۱۳۹۷، غویی ۱۰) نن سهار  د کابل ښار د نهمې حوزې مربوط سيمه کې د داعش ډلې له خوا دوه غبرګې چاودنې وشوې چې له کبله يې د اوو تنو خبريالانو په ګډون لسګونه کسان ووژل شول.

د کابل پوليس وايي، په دې بريدونو کې اووه ويشت کسان وژل شوي او پنځه څلوېښت تنه نور ټپيان دي.

د کابل بريدونو مسئوليت داعش وسله والې ډلې په غاړه اخيستی او هغوی ته د منسوب اعماق خبري اژانس له لوري ويل چې بريدونه د سرتيرو بريدونو له خوا شوي چې په ترڅ کې يې نږدې سل کسانو ته مرګ ژوبله اړولې ده.

په ورته وخت کې د ولسمشرۍ ماڼۍ له لوري په يوې خبرپاڼې کې د کابل بريد غندل شوی او دا يې د اسلام او بشريت ضد کړنه بللې ده.

د ارګ په خبرپاڼه کې راغلي: (د ملکي وګړو، لمونځ کوونکو، ديموکراتيکو پروسو، خبريالانو او بيان ازادۍ هدف ګرځول جنګي جنايت دی.)

له بله پلوه د ګډ حکومت اجرائيه مشر په کابل کې له بريدونو وروسته په يوه خبري کنفرانس کې دغه بريدونه وغندل او دا يې يو ستر جنایت وبللو چې په وينا يې مخکې تر دې هم دغه ډول بريدونه شوي په خبره يې بايد امنيتي ادارې هڅې وکړي چې د دارنګه بريدونو مخه ونيسي.

مربوطه مطالب

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button