چارواکي: د داعشيانو او طالبانو په نوم مافيايي ډلې فعاليتونه کوي

(کابل ټکی کام، ۱۳۹۷، غویی ۱۰) د ننګرهار ولايتي چارواکي وايي، په دغې ولايت کې د داعشيانو او طالبانو په نوم نورې مافيايي ډلې فعاليتونه کوي.
د ننګرهار د والي وياند عطاءالله خوګياڼی وايي، څه موده مخکې په جلال اباد ښار کې د وسله وال بريد په ترڅ کې دوه سرتيري ووژل شول چې دواړه سرتيري د مافيايي کړيو له خوا د پيسو په بدل کې وژل شوي دي.
نوموړی وايي، د دغې مافيايي کړيو درې تنه بریدګر يې نيولي او هغوی په دې اعتراف کړی چې د يو کس د وژلو پر سر پنځوس زره افغانۍ ورکول کېږي.
خوګياڼی وايي، دغې کسانو د پلټنو پر مهال ويلي (په ځانګړي لباس کې به ورته کسان ورتلل او دوی ته به يې پيسې ورکولې.)
د خوګياڼي په خبره، مافيايي کړۍ د ادارې د بدنامولو او ناکامه ښودلو لپاره نا امنۍ ته لمن وهي او په لوی لاس غواړي چې نا امني زياته او خپلې ګټې پکې خوندي وساتي.
د يادونې ده، په دې وروستيو کې د ننګرهار ولايت په بېلابېلو ولسواليو کې ديني عالمان او عام وګړي په نښه شول چې د ځايي اوسېدونکو له خوا په ځينو بريدونو کې د ملي امنيت کسان ښکېل بلل شوي دي.



