د ننګرهار دخلکو استازی: داعش ډله د جلال آباد په ښار کې مرکزونه لري او هلته اکمالیږي
(کابل ټکی کام ۱۳۹۷ غویی ۱۰)
په ولسي جرګه کې د ننګرهار د خلکو استازی حضرت علي نن په جلال آباد کې یوې غونډې ته په ډاګه کړې چې د داعش تورریستي ډله د جلال آباد په ښار کې د ننه خوندي مرکزونه لري او په خبره یې چې ولسوالیو ته یې ټول اکمال له مرکز څخه کیږي.
که څه هم په تیر کې ګڼو سیاسي مشرانو په وار وار دا اندیښنه ښوودلې وه چې یاده ډله د دولتونو په کچه ملاتړ له ځانه سره لري، خو حضرت علي داځل د دې ډلې په هکله حیرانونکي اعترافات وکړل.
نوموړي وویل؛ دې ډلې ته په جلال آباد ښار کې يو مشهور شخص مالي مرستې او پیسې ورکوي او اکمالات او مهمات هم ورته په دې ښار کې یو معلوم سړی برابروي.
نوموړي وویل؛ د ننګرهار ټولو هغو ولسوالیو ته چې داعش په کې حضور لري ، د جلال آباد له ښاره مهمات او اکمالات رسول کیږي.
خو نوموړي د یادو کسانو نومونه یاد نه کړل.
علي وایي؛ “دوه ورځې مخکې مې جلال اباد ښار کې يو تن ونيوه او تر پرون مازديګره مې په کور کې ساتلی و، هغه راته وويل چې د داعش مرکز جلال اباد ښار د زاړه ګمرک څنګ کې دی. همدلته وسله وال تربيه کېږي، له دې ځايه ولسواليو ته استخدامېږي او له همدې ځايه ولسواليو ته د پيسو او وسلو اکمالات کېږي.“
بل پلو د ننګرهار د والي ویاند عطاؤالله خوږیاڼی بیا د ښار په منځ کې د داعشيانو د مرکزونو له شتون څخه انکار کوي او دا ادعا بې بنسټه بولي.
نوموړی وایي؛ داعشیان په یو شمیر ولسوالیو کې شتون لري خو په مرکز کې یې فعالیت نشته.
تر دې وړاندې د دې ولایت بل استازي ظاهر قدیر او د سیمې یو شمیر اوسیدونکو ویلي و چې کره اسناد او شواهد لري چې دې ډلې ته نا معلومې الوتکې اکمالات کوي ، او د هغوی پر ضد دپاڅون کونکو لومړۍ کرښې بمباروي .
دا په داسې حال کې ده چې څو ورځې وړاندې هم په دې ولایت کې امریکایي الوتکو د هغو وسلوالو د جګړې
لومړۍ کرښې په نښه کړې، چې د داعش پرضد راپاڅیدلي وو.
حضرت علي داسې مهال دا ادعا کوي چې نن ورځ دې ډلې په پلازمینه کابل کې یو خونړی برید وکړ چې د خبریالانو په ګډون لسګونه کسانو ته په کې مرګ ژوبله واوښته.



