سرلیکنه
د جنوبي کوریا چارواکو ویلي چې د شمالي کوریا مشر کیم جونګ اون ورسره ژمنه کړې چې راتلونکې میاشت کې به د خپل هېواد د اټومي ازموینو مرکزونه د یو لړ مراسمو په ترڅ کې له منځه یوسي، چې بیا به نه د جنوبي کوریا لپاره د خطر احساس وي او نه به د دواړو کوریاګانو دښمنان د دوی په منځ کې زهرجن تبلیغات کوي.
په دې خبره ټوله نړۍ پوهېږي چې کوریاګانې چا سره جدا کړې وې، او ولې بیا سره یو کېږي.
همدا امریکا ده چې لومړی یې خپله ګټه د کوریاګانو په جدایي کې لیده، اوس یې په یووالي کې ګوري. امریکا پر شمالي کوریا د ډول ډول بندویزونو لګولو ګواښونه وکړل، خو شمالي کوریا د لیرې فاصلې او امریکا، اسرائیل د ویشتلو میزایلو له جوړولو لاس وانه خیست.
همدې امریکا چې دمخه یې کوریاګانې سره جدا کړې وې اوس یې د یووالي لپاره جنوبې کوریا ورته تیاره کړه، او له شمالي کوریا سره یې هغه ډول نرمي پیل کړه چې یو مور یې له خپل اولاد سره هم نه کوي.
امریکا چې کومو هېوادونو ته لاس غځولی، خپل پوځي یرغل او پوځي شتون ته یې پکې لاره برابره کړې. هغه وخت بیا ترې لاس اخلي چې خپلې ګټې یې له خطر سره مخ شي.
که هر وخت افغانان پخپلو کې سره یو شول، د تېر په څېر وروڼه وروڼه شول؛ په افغانستان کې به امریکا د تاوانونو په ګاللو شته ګټې له لاسه ورکړي. که له افغانستانه د امریکا لاس لنډ شو، بیا به په افغانستان کې د جګړې ځای امن او سوله ونیسي.
د شمالي کوریا مشر کیم جونګ اون، د جنوبي کوریا له مشر مون جای سره د لیدنې لپاره د دواړو کوریاګانو پر پوله پلی ورواوښت.
کیم او جاین د دواړو هېوادونو تر منځ په ناپوځي سیمه کې سره وکتل او په خپلو کې د یوه روښانه سباوون لپاره سره مشورې کوي.
د شمالي کوریا مشر کیم جونګ اون له ۱۹۵۳ز کال راهیسې امریکا سره د دښمنۍ په ګاللو جنوبی کوریا ته د دښمن په سترګه کتل. اوس چې امریکا له شمالي کوریا څخه د خطر احساس وکړ، له جنوبي کوریا سره یې ورته د پخلاینې زمینه برابره کړه.
همدا ډول امریکا چین سره د دښمنۍ د رامنځته کېدا له ویرې د چین او هند ترمنځ له لاس وهلو لاس واخیست. چین امریکا وګواښله که له هند سره هر ډول مرسته وکړي پایلې به یې ورمعلومې شي. دا دی، اوس چین او هند د همالیا غرونو په سرحدي سیمو کې د اختلافاتو په له منځه وړلو خبرې کوي.
امریکا نه غواړي افغانان په خپلو کې سره خپل اختلافات حل کړي. هغه بله ورځ یې د برکسل په غونډه کې پر طالبانو غږ وکړ چې په افانستان کې جګړه پای ته رسول او سوله رامنځته کول تر طالبانو پورې اړه لري. خو همدا امریکا ده چې په افغانستان کې د سولې د منځته راتګ مخه نیسي. په تېرو ۷ کلونو کې یې دومره بمبار نه وکړی او نه یې دومره مرګونه کړي وو لکه د روان زېږدیز کال په لومړیو درې میاشتو کې چې یې وکړل.
موجوده حکومت دې د تېرو کمونستي رژیمونو له مزدورانو عبرت واخلي، چې روسانو افغانان د خپلو ګتو په خاطر په خپلو کې په یوه او بل نوم سره بېل کړي وو. اوس هغه پالیسي امریکا اختیار کړې ده، چې اخر به هم افغانان د بهرنیانو له تیښتې ورسته سره یو کېږي.
دا دی، جنوبی کوریاګانې سره یو شوې خو افغانان د امریکا د پالیسۍ له امله په خپلو کې سره یو نه شول.
خو راځئ، سره یو شو. د پردیو ارمانونه، چې زموږ په وژلو پوره کېږي، له خاورو سره خاورې کړو. د بدبختیو جرړه معلومه ده. راځئ په یوه ځواک او یوه اواز یرغلګر وشړو..! همدا یې وخت دی.


















