خوست: وسله وال بريد کې د بي بي سي خبريال وژل شوی

(کابل ټکی کام، ۱۳۹۷، غویی ۱۰) د خوست سيمه ييزې سرچينې وايي، چې شاوخوا يو ساعت مخکې د بي بي سي راډيو پر خبريال احمدشاه باندې وسله والو برید کړی او نوموړی وژل شوی دی.

سرچينې زياتوي، نوموړی پر خپل بايسکل کور ته روان و چې لاره کې پرې وسله والو برید کړی.

دا په داسې حال کې ده، چې نن په کابل کې د داعش وسله والې ډلې په سرتيرو بریدونو کې د اوو تنو خبريالانو وژل کېدو سربېره لسګونه کسان ووژل شول او نږدې پنځوس کسان ټپيان شول.

د کابل برید مسئوليت داعش ډلې په غاړه واخيست.

له بلې خوا طالبانو د کابل په شش درک برید کې لاس لرل ردي کړي او بي بي سي خبريال په وژل کېدو يې خواشيني څرګنده کړې ده.

د طالبانو وياند ذبيح الله مجاهد په خپله رسمي ټويټر پاڼه ليکلي: (د کابل د نن ورځې چاودنې او پيښې د اسلامي امارت د مجاهدینو پورې اړه نلري.)

مجاهد زياته کړې، نن مازدیګر د خوست په ښار کې هم د بي بي سي د خبریال احمد شاه وژل کیدل زموږ په مجاهدینو پورې اړه نلري.

طالبان وايي، احمد شاه يو ښه مسلکي خبريال و او دوی پرې خوا بدي دي.

مربوطه مطالب

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

This site uses Akismet to reduce spam. Learn how your comment data is processed.

Back to top button