(کابل ټکی کام، ۱۳۹۷، غویی ۱۱) نن پنځمه ورځ ده چې د روزګان ولايت اوسېدونکو په مرکز ترينکوټ کې د روزګان- کندهار لويه لارهد پوليسو د ناوړه کړنو په غبرګون کې تړلې ده.
دغه اعتراض کوونکي وايي، چې تر څو يې غوښتنې نه وي منل شوي دغه لاره به همداسې تړلې وي.
اعتراض کوونکي وايي، د روزګان کندهار په لويه لاره د پوليسو له لوري زورول کېږي او په خپلو پوستو کې پرې کارونه کوي، په زوره ترې پيسې اخيستل کېږي او د نه ورکولو پر وخت د هغوی له لوري وهل کېږي او آن ځينې کسان وژل شوي هم دي.
دغې لاريونوالو وړمه ورځ هم د يادې لارې د تړل کېدو سربيره د ترينکوټ ښار هم تړلی و خو د یوې ورځې تېرېدو وروسته د قومي مشرانو په منځګړيتوب او د چارواکو په وعدو پرانيستل شو.
اعتراض کوونکي وايي، د روزګان کندهار لويې لارې مسئوليت دې له پوليسو واخيستل شي او اوردو ته دې وسپارل شي.
دوی وايي، که حکومت يې غوښتنو ته مثبت ځواب ورنکړي دوی به په راتلونکو ټاکنو کې ګډون ونه کړي.
په عين حال کې د روزګان ولايتي چارواکي وايي، چې د لاريونوالو غوښتنې يې مرکز سره شريکې کړي او په دې اړه د حکومت پریکړې ته انتظار باسي.
دا په داسې حال کې ده، چې څو ورځې مخکې د فراه ولايت د مرکز اړوند د سور او شوراب په سيمه کې د شاهراه پوليسو يو موټر چلوونکو په ډزو وواژه.
د ځايي سرچينو د راپورونو له مخې، په زياتره سيمو کې د لويو لارو پر سر پراته پوليس له موټرچلوونکو او مسافرو په غير قانوني توګه پيسې اخلي او د نه ورکړې پر مهال هغوی وهل کېږی او بنديان کېږي.


















