پاکستاني پوځيانو پکتيا کې يوه بله پوسته هم افغان ځواکونو ته وسپارله

(کابل ټکی کام، ۱۳۹۷، غویی ۱۲) افغان چارواکي وايي، د پکتيا ولايت په پټان ولسوالۍ کې د پاکستاني ځواکونو له لوري يوه بله پوسته هم ورسپارل شوې ده.
د دويمې سرحدي ليوا درستيزوال ډګرمن فريدون فياض ويلي، پاکستاني ځواکونه دغه پوسته له کرښې ديخوا جوړه کړې وه چې نن سهار يې افغان ځواکونو ته پرېښوده.
د فیاض په خبره، له يادې پوستې څخه د پاکستاني پوځيانو له وتلو وروسته په پوسته کې افغان ځواکونه ځای پرځای شوي دي.
د يادونې ده، چې څه موده مخکې په ياده ولسوالۍ کې د افغان او پاکستاني لوري تر منځ نښتې وشوې چې د ځايي چارواکو په وينا له نښتو وروسته پاکستاني ځواکونو د ډنډ پټان په انځرګي کنډو او توپ سر سيمو کې دوه پوستې افغان ځواکونو ته سپارلې وې خو د يادې ولسوالۍ مربوط د مقبلو درې د نري غره پر څوکه وروستۍ پوسته کې لا هم پاکستاني ځواکونه ميشت و چې نن سهار يې ترې کډې بار کړې او ياده پوسته يې افغان ځواکونو ته خوشې کړه.



