ولسي جرګه: دهیواد ملي امنیتي ځواکونه د اروپا او امریکا له پاره قرباني ورکوي

دوی وویل؛ د هیواد امنیتي ځواکونه د خپل هیواد له پاره نه، بلکې دلته د بهرنیانو د ګټو د تحفظ او ساتنې لپاره قرباني ورکړي

(کابل ټکی کام ۱۳۹۷ غویی ۱۲)

 

په داسې حال کې چې د امنیتي ځواکونو تلفات ورځ تر بلې په لوړیدو دي او د سیګار د نوي راپور تر مخه د پوځ ۱۰ سلنه برخه راکمه شوې، د ولسي جرګې غړو نن د غونډې په امتیازي ساعت کې د روانو بریدونو د زیاتوالي او دځواکونو په تلفاتو خواشیني څرګنده کړه.
دوی وویل؛ د هیواد امنیتي ځواکونه د خپل هیواد له پاره نه، بلکې دلته د بهرنیانو د ګټو د تحفظ او ساتنې لپاره قرباني ورکړي.
ولسي جرګې د امریکایانو جګړیز شتون د ټولو ناخوالو زیږنده وبلله او په خبره یې چې بهرنیان دلته د افغانانو د ژوند دتحفظ لپاره نه دي راغلي،  بلکې په وینا یې چې هغوی دلته د پردې ترشا خپلې ستراتیژیکې موخې لري.

د ولسي جرګې غړي صادق زاده نیلي وویل؛ افغانان د بریتانیا او امریکا د امنیت د ساتنې قرباني ورکوي او په خبره یې چې د راونو خونړیو بریدونو ستر لامل د بهرنیانو جګړیز حضور دی.

نیلي پر وکیلانو ژغ وکړ چې باید د بهرنیانو پر حضور هر اخیز بحث وکړي او دهغوی د شتون په اړه چې د ټولو نا ارامیو زیګنده ده خپل دریځ روښانه کړي.

مربوطه مطالب

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

This site uses Akismet to reduce spam. Learn how your comment data is processed.

Back to top button