(کابل ټکی کام، ۱۳۹۷، غویی ۱۵) د سوداګرۍ او صنايعو خونې چارواکو له حکومت نه غوښتنه وکړه چې د پاکستان او افغانستان ترمنځ د ډنډ پټان سوداګريزه لاره دې په رسمي ډول ترانزيتي لاره وګرځول شي.
د بکتيا د سوداګرۍ خونې رئيس نصير عالميار وايي، هره ورځ له دې لارې لسګونه بار وړونکي موټر سوداګريز توکي انتقالوي په خبره يې چې لا هم چارواکي دغه لاره رسمي نه بولي.
هغه وايي، پکتيا ته د ولسمشر غني د ورتګ پر مهال نوموړي د يادې لارې د ټولو ستونزو د حل ژمنه کړې وه.
ډنډپټان چې د پاکستان سوداګريز ښار کراچۍ ته تر ټولو لنډه لاره بلل کېږي دوه ورځې مخکې د پاکستان له خوا د افغان سوداګرو پر مخ پرانيستل شوه.
تر دې مخکې هم افغان سوداګرو د يادې لارې په رسمي ډول د ترانزيتي کولو غوښتنه کړې وه.
د يادونې ده چې وخت ناوخت د افغانستان او پاکستان تر منځ د سياسي تاوتريخوالي په رامنځته کېدلو سره دغه لاره تړل کېږي چې ډيری مالي زيان يې سوداګر ګالي.















