د حکومت پر خلاف په ترکيه کې دویم اېتلاف

تبصره
د افغان حکومت، چې بهرني او داخلي سياستوال یې د نامشروع حکومت په نامه يادوي او د امريکا، ناټو او اروپايي مرستو په دوام پايي، پر خلاف په داخل او بهر کې اېتلافونه شوي، او کېږي. دا دی اوس یې پر خلاف په ترکيه کې دویم اېتلاف هم جوړ شو.
د اېتلافيانو په وينا، په ترکيه کې شوى ايتلاف به ډېر ژر په کابل کې اعلان شي.
د موجوده حکومت پر خلاف د هېواد په شمال، مشرقي، او جنوب کې اېتلافونه جوړ شوي دي، او جنوب لوېديځ اېتلاف ته هم زمينه برابره ده. که د موجوده حکومت چارې همداسې ټکنۍ پاتې شي، امکان شته چې همدا اېتلافونه به د کابل په مرکز کې په سترو مظاهرو لاس پورې کړي.
د ترکیې په انقره کې يو کال دمخه درې ګونی اېتلاف شوی و، چې مشري یې د کمونيستي رژيم د پخوانۍ ازبک ملېشې قوماندان، جنرال دوستم، پر غاړه لرله. د همغه اېتلاف له امله د اشرف غني او دوستم تر منځ تاوتريخوالي د يو بل پر خلاف فضا دومره بې باوره کړه چې اوس دوستم خپل زوی ته د حکومتولي کارونه حواله کړي دي.
د ترکیې په انقره کې، د جنرال عبدالرشيد دوستم په ګډون يو شمېر ګوندي او غيرګوندي څېرو غونډه کړې او د يوه ستر سياسي اېتلاف پر جوړېدو يې موافقه کړې ده.
د جمعيت د ګوند اجراييه مشر، عطا محمد نور، په ترکيه کې د دویم اېتلاف له غونډې وروسته ويلي چې د انقرې په ناسته کې ”د افغانستان د ستر ملي ايتلاف“ د جوړېدو په اړه بحث وروستۍ مرحلې ته رسېدلى او دغه اېتلاف به ډېر ژر په پلازمېنه کابل کې په رسمي ډول خپل شتون اعلان کړي.
د عطا محمد نور په وينا، د انفرې په ايتلاف کې به د هغو ارګانونو او شوراګانو په ګډون چې پخوا يې ”د افغانستان د ژغورنې عالي شورا“ غړيتوب درلود، د افغانستان د سترو سياسي ګوندونو (جمعيت، جنبش، حزب وحدت مردم افغانستان) په چورليزتوب سره د لوی کندهار، لويې پکتيا، لوی مشرقي شوراګانو مشران شتون ولري.
د انقرې په ناسته کې د جمعيت ګوند په مشرۍ عطا محمد نور، د همدې ګوند مرستيال احمد ضيا مسعود، د ولسي جرګې لومړي مرستيال همايون همايون، د ولسي جرګې غړي محمد نعيم حميدزي لالي، ظاهر قدير او د وحدت مردم افغانستان ګوند سرپرست محمد ناطقي او ځينو نورو سياسي څېرو برخه اخيستې وه.
د انقرې په تېر درې ګونې اېتلاف کې دومره کسانو برخه نه درلوده، خو د دوستم نيوکې د اشرف غني د حکومت لپاره يو ګواښ و. اوس چې دوستم او نور هم په دې اېتلاف کې شامل دي او پخواني له حکومت سره په ټکر کې کسان هم د دې ايتلاف غړي شول، نو داسې ښکاري چې دا اېتلاف به د اشرف غني حکومت ته يو بل ګواښ رامنځته کړي، چې امکان لري زيات اغېز به د ټاکنيز بهير پر پروسه وکړي.
د انقرې په اېتلاف کې هغه کسان شامل دي چې افغان ولس یې په هره مانا پېژني او د هر يوه څېره د لمر په شان افغان ولس ته ښکاره ده. لکه څرنګه چې یې دمخه افغان ولس ته څه ګټه نه ده رسولې، اوس هم ترې د خير تمه نشته. خو که د اشرف غني حکومت تر ګواښ لاندې ونيسي، نو ولس ته به ستونزې نورې هم پسې زياتې کړي، نامشروع حکومت به نور هم پسې نامشروع کړي.
په ياد اېتلاف کې شته کسان به د اشرف غني حکومت ته ځکه سرخوږی جوړ کړي چې هر يو یې له هېواده بهر د نورو ادارو او کړيو سره په لار لرلو تمولېږي، چې په افغانستان کې لويه ستونزه همدې مسئلې جوړه کړې ده. د دوستم او عطا نور لوری خو څرګند دی، دا چې دا نور یې د چا په ورګينه تړلي دي، دا ولس ته نه دي څرګند؛ د وخت په تېرېدو به د انقرې د دویم اېتلاف غړو څېرې هم ولس ته بربنډې شي.



