ننګرهار کې يو ديني عالم وژل شوی

(کابل ټکی کام، ۱۳۹۷، غویی ۱۶) د ننګرهار ولايتي چارواکي وايي، تېره شپه په چپرهار ولسوالۍ کې نا معلومه وسله والو يو دينې عالم په ډزو وژلی دی.

د ننګرهار د والي وياند عطاءالله خوګياڼی وايي، د مولوي کريم په نوم يو ديني عالم د يادې ولسوالۍ مربوط په هدياخيلو سيمه کې لومړی له خپل کوره ويستل شوی او وروسته په ډزو وژل شوی دی.

د خوګياڼي په خبره، مولوي کریم د هدياخيلو د جامع مسجد امام په ياده سيمه کې د ښوونکي په توګه دنده ترسره کوله.

په عين حال کې شمشاد نيوز ته يوې ځايي سرچينې ويلي، چې نوموړی ديني عالم تېره شپه یوه بجه داعش وسله والو له خپل کوره ويستلی او وروسته يې وژلی دی.

که څه هم د نوموړي د وژل کېدو اصلي لامل نه دی په ډاګه شوی خو امنيتي مسئولين وايي په دې اړه يې پلټنې پيل کړي دي.

په ننګرهار کې په وروستيو کې د دينې عالمانو د وژل کېدو لړۍ په تېزۍ سره روانه ده چې تر دې دمه د مرکز جلال ابادښار په ګډون په اطرافي سيمو کې لسګونه ديني عالمان وژل شوي خو مسئوليت يې يوې ډلې هم نه دی منلی.

مربوطه مطالب

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

This site uses Akismet to reduce spam. Learn how your comment data is processed.

Back to top button