فارياب: د ماين چاودنه کې اووه کسان وژل شوي

(کابل ټکی کام، ۱۳۹۷، غویی ۱۶) د فارياب ولايت امنيتي مسئولین وايي، په المار ولسوالۍ کې د ماين چاودنې له کبله اووه کسان وژل شوي او یو تن ټپي دی.

د فارياب د پوليسو مطبوعاتي مسئول عبدالکريم يورش وايي، چاودنه نن سهار شوې او په پېښه کې وژل شوي کسان ټول ملکي وګړي دي.

د يورش په خبره، دغه کسان چې کاريګر او هټيوال دي ل ميمنې ښار څخ د خواجه ګوهر ولسوالۍ د بازار پر لور روان و چې موټر يې پر ماين وربرابر شو.

نوموړی وايي، په دې چاودنه کې اووه ملکيان وژل شوي او يو تن ټپي دی.

تر اوس د چاودنې مسئوليت چا په غاړه ن دی اخيستی.

مربوطه مطالب

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

This site uses Akismet to reduce spam. Learn how your comment data is processed.

Back to top button