انجینر مطیع الله حلیمي
دتاریخ په اوږدو کي تل تیري کوونکو اواشغالګرو ځواکونو هڅه کړي چي دخپل اشغال ددوام اودیرغمل ولسونو دمقاومت دکمزوري کولو په موخه له ډول ډول حربو اوتاکتیکونو څخه کارواخلي چی یوله هغوڅخه چی دیرغلګرو لپاره خورا کارنه اومثبت ثابت شوی هغه پرمقابل لوري اقتصادي فشار راوستل دي.
که موږ دجنګیز، انګریز، روسانو اودداسي نورو یرغلونه لږ په ځیرمطالعه کړو نودابه هرومر راڅرګنده شي چي هغوی په څومره بي رحمۍ دخلکو شتمنۍ لوټلي اوعامه اقتصادي بنسټونه یی ویجاړول یایي ترخپل واک لاندي راوستل، ددوی ټولو موخه همداوه چي خلک لوږي سره مخ ګړي ترڅو دمقاومت توان له لاسه ورکړي.
دنننۍ نړی یرغلګرهم پریرغمل ولسونو له اقتصادي فشارنو څخه په پراخه کچه استفاده کوي. زموږ په ګران هیواد دامریکایانو او دهغوی دمتحدینو لخوا یرغل سره سم دهیواد اقتصادي بنسټونه دیرغلګرو دبیارغوني له شعارونو سره سره نه یواځي داچي ونه رغول شول بلکي لازیانمن شول.
نني امریکایی یرغلګر له پروني مغولي اوانګلسي یرغلګرو څخه خورا زیات سخت زړی اوظالمان دي خوڅه چي نني اشغالګر له پخوانیو بیلوي هغه داده چی دنن اشغال لویه هڅه کوي چی خپل دظلم اووحشت نه ډک جنایات له خلکو پټ وساتي اویادخلکو پام تري واړوي، خو وایی لمرپه دوه ګوتونه پټیږی. په ګران هیود کي چي غربي اشغالګرو کوم جنایات ترسره کړل اوترسره کوي یی، داد هیڅ یوسالم عقل خاوند له سترګو پټ نه پاتیږی.
داچي په تیرو ولس کلونو کی څومره اقتصادي فرصتونه په لوي لاس داشغالګرو لخوا ضایع شوي اودلاسه وتلي یادلاسه دوتلو په حال کی دي، که پردې ټولو باندي په دي لیکنه کي بحث وشي نوزما دالیکنه به دومره اوږده شي چی شاید په ماکي یي دلیکلو اوپه لوستوونکوکي یي دلوستولو حوسله پاته نشي.
نوزه هم دمشت نمونه خروار په څیر یوازی څوبیلګي یادوم
کرنه (زراعت): دافغانستان په څیر یوهیوادکي دکرنیزوچارو وده داقتصادي ودي لومړی اواساسي قدم بللی شو. ځکه دکرنیزوچارووده که له یوخوا هیواد دخوړوله اړخه دځان بسایني به لوربیایي له بخوا دتجارت اوصنعت دودي لپاره هم لاره برابروي.
په افغانستان کي دکرني په برخه کي خورا زیات فرصتونه موجود دي. دلته دکرني افقي ودي (دکرنیزوځمکوپراخوالی) اوعمودي ودي(دحاصلاتوزیاتوالی په موجوده ځمکوکي) دواړولپاره په زړه پوري فرصتونه موجود دي. خوله بده مرغه ددغوفرصتونو څخه په لوي لاس استفاده نده شوي. البته یوشمیر نمایشي پروژي په مختلفونومونو په کاراچول شوي خوترډیره یي تبلیغاتي ارزشت درلود اوپه هیواد کي دکرني دودي په برخه کي کومه لاسته راوړنه نه لري. بلخوا نه یوازي داچي دکرني پربنسټیزو چاروکارندی شوی بلکه په لوي لاس دکرني اوکروندګرو کمزوري کولوته لاره هواره شوي ده. مثلآ دغلواودانوپه برخه کي پرځاي ددي چی په هیواد کي دمناسبوتخمونو داصلاح، تولید اوتوضیح لپاره څیړنیزمرکزونه ورغول شي اوبزګرانو ته داړتیاوړاصلاح شوي اوسالم تخمونه وربرابرکړي برعکس له بهره په ځانګړي توګه له ګاونډیو هیوادونو دزینی تخمونو دغیرقانوني واردولو مخه هم نده نیول شوي چي له دي سره دهیواد کروندوته ډول ډول ناروغی اوافتونه رانتقال شوي اوهرکال دمختلفو نباتي ناروغیو دډیروالي شاهدان یو.
بلخوا زموږ زیارکش بزګران هرکال سلګونوزره ټنه ميوی دلاسونو په تڼاکو(پولي) تولیدوي خواشغالګراوموجوده اجیره اداره عمدا په مختلیفو شکلونو دکرنیزو محصولاتو بازار تخریبوي چي په ترڅ کي یي کروندګروته درانده زیانونه اوړي …
خوله دومره جنایاتوسره سره دیرغلګروزړونه لانه دي یخ شوي آن تردي چی څه موده وړاندي یی په ډیره سپین سترګی په قندهارکي زهرجن ګاز دکوکنارو دتولید دمخنیوي په نامه پرکروندو وشیندل خوپه اصل کي دغه کار دبزګرانو دکروندو دتخریب په موخه شوی وو…
ترانزیټ: په جغرافیوی لحاظ افغانستان په مهمه سیمه کي قرارلري اوهمدي ټکي په هیواد کي دترانزیټ لپاره خورالوي فرصتونه برابرکړي دي. خودافرصتونه هم دیرغلګرولخوا په لوي لاس ضایع شوي دي چی لوي مثال یي په هیواد کي دټاپي پروژه ده.
دټاپي پروژی لومړنۍ چاري دافغانستان اسلامي امارت (طالبانو) په واکمنۍ کی پیل شوي خوکله چي هیواد دغربیانو لخوا اشغال شو نوعمدا ددي پروژي چاري وځنډیدي چي لاهم دولس کلونو په تیریدو یی دپرمختګ کوم څرک نه معلومیږي، البته پدي برخه کي دولس دغولوني په موخه کله ناکله دکابل چارواکي نمایشي پروګرامونه برابروي خوپه عمل کی یي کارله نشت سره برابردی.
دټاپي پروژي اهمیت پدي کي دی چی له یوخوا هیواد ته دکال سلګونه میلیونه ډالره عاید لري له بلخوا افغانستان دسیمي هیوادونو پر ګټوورګډوي چي هیواد ته یي په هراړخ کي ګټه رسي…
صنعت: په افغانستان کي په زیاته پیمانه دخاموتوکو اوبشري قوي شتون هغه لوي فرصت دي چي که استفاده تري وشي نوکولی شي افغانستان دسیمی په کچه پریوصنعتي هیواد بدل کړي.
خودصنعت وده هم دیرغلګرولخوا له ستونزوسره مخامخ ده، دلته نه یواځي داچي په تیره یوه نیمه لسیزه کي وراني فابریکي ونه رغول شوي اوياهم که ورغول شوي نوپه دومره ټیټ کیفیت تولید کوي چي آن دکوردننه هم بازارنشي موندلی بلکه هغه تولیدات چي هیوادوال يي په انفرادي ډول بازارته وړاندي ترډیره دګاونډیو هیوادنوپه نوم نړیوال بازارته وړاندي کیږي.
همداراز په هیواد کي دشتمنووګړوپروړاندي ډول ډول ستونزی زیږول کیږي ترڅو په هیواد کی پانګونه ونه کړي اویادپانګوني توان له لاسه ورکړي پدي برخه کي دهیواد دننه زواکمني مافیایی ډلوشتون اودبډایو وګړو یرغمل کیدل دهیچاله سترګوپټ نه دي.
البته باید یادونه وکړم چي په هیواد کی زیني شرکتونه هم پانګونه لري اوآن زیني یی تولیدي فابریکي هم لري خوکه موږدغه شرکتونوڅیړنه وکړو نودابه رامعلومه شي چي ډیری همدا شرکتونه په بهرنانیاوپوري اړه لري اویاهم دافغانی الاصله بهرنیانودي…
همدارازدانرژی، ترانسپورت، کانونو،تجارت اوداسي نوروبرخوکي ستونزي له هیچاڅخه هم پټي نه دي چي ددي ټولوستونزوترشا یرغلګر په مستقیم اوغیرمستقیم ډول لاس لري.
نوپه پایله کي موږداویلی شوچي په هیواد کي میلینونه ماشومان درانه کارونوته مجبوریدل، سلګونه زره ځوانان خپل هیواد پریشودوته اړکیدل،میلینونه وګړي دافتصادي ستونزوله کبله په نشوروګدي کیدل، دهیواد لوي اکثریت په فقرکي ژوند کول اوداسي نوري ستونځي داشغال محصول دی.
نوکه په هیواد کی اشغال څومره اوږدیږي هومره به موږ له پرمختګ څخه وروسته پاتیږو اواشغال به موتل دودي اوترقي مانع وي. دیادوني وړده چي اشغالګر په ټول توان داسي تبلیغات کوي چي ګواکي موږ داقتصادي ودي اوځان بسایني په لورروان یو،خودادولس دتیرایستلو سیوا بل څه نشوبللی بلکي داشغال ددوام په صورت کي دپیړیووروسته به هم په دځان بسایني خوند ونه وینو.
نودافغانانولپاره دپرمختګ پرلوراساسي قدم داشِغال خاتمه ده. له الله تعالی نه غواړو چي دمظلومو افغانانو مرسته وکړي ترڅوددي ستري بلا څخه ګران هیواد وژغوري. آمین یارب العالمین


















