خالد رعد
د ولس وژنې فورمول د ګڼو هيوادونو د حکومتونو لخوا عملي کيږي، حتی زمونږ په ګاونډيو هيوادونو کې هم. دې ته بايد حيران ځکه نشو چې حکومتونو ته د ځينو اهدافو د تر لاسه کولو په خاطر ناحقه مرګونه هيڅ ګران کار نه دی او د متاع په توګه ترې کار اخلي.
موږ دا فورمول له ډيره وخته په خپل ګران هيواد کې هم د عملي کيدو په حال کې وينو.
کله چې لويديځوالو هيواد اشغال کړ او د پاچاهي په ګدۍ يې خپل نامنهاد افغان ملګري کينول، دوی د ولس وژنې فورمول ځکه زيات نه عملي کاوه چې اړتيا يې نه ليده، خو وروسته چې مبارزې زور واخيست؛ نو يې د سپکو او درنو وسلو په ناتار ډزو کولو سره د ولس وژنې فورمول عملي کړ، له دې څخه يې هدف دا وه چې د خپلو مخالفينو په وړاندې خلک راپورته کړي او منعه يې کړي، تر څو د دوی له باغونو او کليو څخه په دولتي او يرغلګرو عسکرو بريد ونه کړي.
دا طريقه تر اوسه پوري عملي کيږي، اوس هم کله چې په بهرنيو يا کورنيو عسکرو بريد يا چاودنه وشي، دوی په سيمه کې د ياد هدف لپاره شاوخوا ړندې ډزې کوي.
دغه راز په هيواد کې له څه مودې راهيسې له لويو او درنو چاودنو څخه هم د سياسي موخو د ترلاسه کولو لپاره ګټه اخيستل کيږي او زيات ولسي وګړي پکې تلف کيږي، چې موږ يې له ډېرې مودې راپه دې خوا شاهدان يو. دغه ډول ولسي عام وژنه د دوی لپاره د واکمنۍ د بقا او استعماري اهدافو په مقابل کې هيڅ قيمت نه لري او يوه ارزانه لار يې ګڼي.
دلته د دولت او يرغلګرو په مقابل کې د دوو مخالفو ډلو نوم ياديږي، طالب او داعش، (که څه هم داعش د ډيرو دلايلو له مخې د دوی د استعماري موخو يوه پروژه ده). نن چې ولس د دولت په ګوډاګيتوب او د اشغالګرو په شومو موخو پوهيدلی او د طالب خواخوږي يې ښه حس کړې ده؛ نو دولت او يرغلګر هڅه کوي چې د دغسې لويو مرګونو چاودنو او مرموزو ټارګټي بريدونو په کولو سره خپلو اجيرو رسنيو ته د طالب ضد تبليغاتو يوه ښه سوژه پيدا او د دې حرکت مبارزه بدنامه کړي.
بالکل لکه په مکاتبو کې د پوستو جوړول او بيا په هغو د مجاهدينو بريدونه، چې رسنۍ يې په مکتب بريد نوموي او د ولس په منځ کې د يرغل ضد مبارزينو د نفرت اچونې هڅه کوي.
بلخوا يرغلګر د درنو چاودنو په ترسره کولو او عام وژنې په توسط، چې د داعش نوم ورکوي، غواړي خپل سيمه ييز حريفان، لکه چين، روسيه او ايران، وډاروي، هغوی ته ځان هم د هغوی په څير د داعش ډلې ټارګټ وروپيژني او مالي/مادي ملاتړ يې خپل کړي.
د خوست ولايت په مرکزي سيمه کې په يو مسجد کې چاودنه هم د ياد فورمول د لړۍ يوه کړۍ ده چې تازه يې په عملي کولو پيل شوی. اشغالګر دغه نوې لاره د کابل ادارې د ملي امنيت له لارې پياده کوي او موخه يې هماغه د خپل مخالف جهت (طالب) رنګ بدي ده.
ګنې په دې هر د سالم عقل خاوند، سوچه افغان او مسلمان پوهيږي چې د طالبانو په نوم ولسي مبارزين نه مساجد ورانوي او نه يې هم د خلکو بې دريغه وژنه هدف دی، که څوک وايي چې ده؛ نو خپله د يرغلګرو په اعتراف ۶۰٪ خاوره يې په واک کې ده، هلته يې ولې په اسانۍ او بې مصرفه نه وژني؟
د رايه اچونکو د نومليکنې مرکزونه په دولتي ودانيو او خيمو کې هم پرانيستل کيدای شي، خو په جوماتونو او ښوونيزو مراکزو کې د مراکزو پرانستل او بيا پرې چاودنه کول د ياد فورمول له عملي کولو پرته بل هيڅ ګټه او مقصد نه لري.
معلومه خبره ده چې دغه کارونه د استعماري موخو د ترلاسه کولو او د خپلو ګوډاګيانو د واک د تمديد هڅه ده، که څوک يې نه مني، هغوی دې يو ځل بيا په خپل ايمان، افغانيت، انساني احساس او انتخاب کړي دريځ له سره غور او فکر ورکړي.


















