(کابل ټکی کام، ۱۳۹۷، غویی ۱۷) د پکتيا ولايت د سوداګرۍ او صنايعو خونې چارواکي د رخت او څادر جوړونې د يوې فابريکې د فعالېدو خبر ورکوي.
د سوداګرۍ او صنايعو خونې رئيس نصير عالميار وايي، یاده فابريکه چې تازه يې خپل فعاليت پيل کړی د دکاندارانو په غوښتنه به رخت او څادرونه توليدوي.
د عالميار په خبره، ياده فابريکه به په بازار کې د دوکاندارانو او سوداګرو په غوښتنه بېلابېل ډوله څادرونه، شالونه او نارينه رښتونه توليدوي زياتوي چې په راتلونکي کې به د دغې فابريکې د توليداتو په ډولونو کې زياتوالی راشي.
د هغه په وينا، یاده فابريکه د يوه افغان سوداګر له لوري جوړه شوې چې تر درې ميليونه افغانيو پورې لګښت پرې راغلی دی.
د سوداګرۍ خونې چارواکي وايي، د رخت جوړونې د دغې فابريکې په فعاليت سره د ګرديز لسګونه اوسېدونکو ته د کار زمینه برابره شوه.
په هېواد کې تر دې مخکې هم افغان سوداګرو پانګونه کړې خو د برېښنا د نه رسېدګۍ له کبله ډيری فابريکې په ټپه ولاړې دي.
د پکتيا د سوداګرۍ او صنايعو خونې د يادې فابريکې د کار دوامداره ساتلو لپاره له حکومته غوښتي چې د نوموړي ولايت په صنعتي پارک کې د برېښنا د کمښت ستونزه هواره او په دې اړه جدي پاملرنه وکړي.


















