کورنيو چارو وزارت: د تښتول شويو هنديانو د خلاصون هڅې روانې دي

(کابل ټکی کام، ۱۳۹۷، غویی ۱۷) د افغانستان د کورنيو چارو وزارت وايي، د تښتول شويو هنديانو د خلاصون لپاره يې هلې ځلې پيل کړي او له هرې لارې چې وي د هغوی د خلاصولو هڅې به وکړي.

د کورنيو چارو د وزارت وياند نجيب دانش وايي، “د هغوی د نيول کېدو سره سم پوليسو او امنيتي ادارو ته دنده ورکړل شوې چې د قومي مشرانو او هرې لارې چې وي د اختطاف کوونکو سره خبرې وکړي او د هندي اتباعو په ګډون د هغوی افغان ملګری ژر راخلاص کړي”.

په عين حال کې، د بهرنيو چارو وزير صلاح الدين رباني د هند د بهرنيو چارو وزارت ته ډاډ ورکړی چې د تښتول شويو هنديانو د خلاصون هڅې روانې دي.

تېره ورځ د بغلان ولايت په خواجه الوان چشمه ءشېر سيمه کې وسله والو کسانو د يو افغان په ګډون اووه تنه هندي انجينران وتښتول چې چارواکي يې د تښتونې مسئوليت په طالبانو اچوي خو د طالبانو وياند ذبيح الله مجاهد تېره ورځ افغان اسلامي اژانس ته ويلي و چې دوی د يادو کسانو د تښتول کېدو په اړه معلومات نه لري.

د بغلان د ولايتي شورا مرستيال فېروزالدين ايماق وايي، د دفاع ، کورنيو چارو وزارت او ملي امنيت رياست د تښتول شويو هنديانو د خلاصون لپاره لازم اقدامات نه دي کړي.

خو د ولايتي شورا بل غړی اسدالله شهاب بيا وايي، چې د قومي مشرانو په منځګړيتوب يې له اختطاف کوونکو سره خبرې روانې کړي او هڅه يې دا ده چې تر ماذيګره ياد کسان خوشې شي.

تر اوسه د تښتول شويو هندي اتباعو د تښتول کېدو مسئوليت چا په غاړه نه دی اخيستی.

مربوطه مطالب

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

This site uses Akismet to reduce spam. Learn how your comment data is processed.

Back to top button