دفاع وزارت: يوه اوونۍ کې ۲۵۲عسکر وژل شوي- ۳۶ طالبانو ژوندي نيولي

(کابل ټکی کام، ۱۳۹۷، غویی ۱۷) د افغانستان ولسي جرګې نن يوځل بيا د کورنيو چارو وزير ويس احمد برمک، د ملي امنيت رئيس معصوم ستانکزی، د دفاع وزير طارق شاه بهرامي او د نفوسو د احوالو د ثبت ادارې رئيس استجوابيه غونډې ته وربللي و.
د حکومت دغه امنيتي منسوبين په دې موخه ولسي جرګې ورغوښتي و چې د هېواد د وروستيو نا امنيو او د انتخاباتو د نومليکنې د امنیت چمتووالي په اړه د استازو پوښتنې ځواب کړي.
غونډې ته د دفاع وزير طارق شاه بهرامي وويل، له کله راهيسې چې طالبانو د “الخندق” په نوم عمليات پيل کړي امنيتي منسوبينو ته درنه مرګ ژوبله اوښتې ده.
د بهرامي په وينا، يواځې په تېره اوونۍ کې “د غويي له نهمې تر شپاړلسمې” نيټې پورې د افغان پوځ ۲۵۲ منسوبين وژل شوي، چې ۱۳۱ د ملي اردو عسکر، ۱۱۵ پوليس او ۶ تنه د ملي امنيت رياست کارکوونکي دي.
دغه راز نوموړي وويل، په ياده موده کې ۲۰۹ د ملي اردو عسکر، ۱۱۷ پوليس او ۳۷ د ملي امنيت کارمندان ټپيان شوي دي.
هغه زياته کړه، په ياده موده کې د افغان پوځ ۳۶ سرتيري طالبانو ژوندي هم نيولي دي.
طارق شاه بهرامي وويل، اوس هم د هېواد په ځينو برخو کې عمليات روان دي په خبره يې د ټاکنو د امنيت لپاره تر ټاکنو مخکې به په ۲۱۶ ولسواليو کې نور عمليات پيل شي.
د ملي امنيت رئيس معصوم ستانکزي د نومليکنې او پېژندپاڼو د وېش لړۍ د اوږدولو پشنهاد وکړ او ويې ويل د مرکزونو د امنيت ساتنې په برخه کې دې د قومي مشرانو څخه مرسته وغوښتل شي.
د کورنيو چارو وزير ويس برمک د دښت برچې پېښې په تړاو د دوو شکمنو کسانو د نيول کېدو او د جعلي پېژندپاڼو د څو کسانو د نيول کېدو خبر ورکړ او ويې ويل چې افغانستان د ځواکمنو وسله والو له ګواښ سره مخ دی.
دا په تېره يوه نيمه مياشت کې څو يم ځل دی چې په هېواد کې د نا امنيو په تړاو امنيتي مسئولين ورغوښتل کېږي.



