آصف الله آصفی
ټول هغه چارواکی چې د اسلامي امارت د حکومت پر ضد د امریکا تر څنګ ودریدل، خدای تعالی د خپلې وعدې سره سم په دنیا کې شرم ورپه برخه کړ.
رباني او مسعود یې په داسې مرګ مړه کړل چې خپلوان، دوستان، کورنۍ او تالي څټو یې د مړو د مخ له کتلو ځکه محروم شول چې د مخ او څټ توپیر یې سره نه کیدو.
دوستم یې په داسې شرم وشرماوه چې تر پیړیو پیړیو به یې شرم او عار کورنۍ، دوستانو، یارانو، خپلوانو او تالي څټو ته پاتې وي.
سیاف یې سره له بحر ډوله علم د ابی بن سلول په صف کې ودراوه، او تل ضد او نقیض څرګندونې یې له خولې ووځي.
اسماعیل خان یې د کوړکې چرګې په څیر په کور کښیناوه، چې څوک د چرګې په اندازه اهمیت هم نور نه ورکوي، عطا محمد نور یې په سپکو سپک له کرسۍ راکوز کړ، احمد ضیاء مسعود یې د ماشومانو په څیر د ارګ له درباره وشاړه، چا له نغمې سره واده وکړ، څوک په بوټانو وویشتل شول او داسې نور.
تیره ورځ د دفاع وزیر لوړ پوړی چارواکی له امریکا غږ رادیو سره په خپله مرکه کې وویل چې مونږ اوس دی ته حیران یو، که امریکا ته سر ښکته کوو، روس خفه کیږي او که روس ته سر ښکته کوو نو امریکا خفه کیږي نو مجبور یې چې دواړو ته سر ښکته کړو، خو دا یې ونشوای ویلای چې که دواړو ته سر ښکته کوو نو الله خفه کیږي، او نه یې دا وویل چې که الله ته سر ښکته کوو نو روس او امریکا رانه خفه کیږي.
دا او دې ته ورته پیښې ټول هغه له شرمه ډک عذابونه دي چی الله تعالی یې په دې دنیا کې د افغانستان مجاهد روزونکی او شهید روزونکی ملت ته شرموي، چې د آخرت عذاب به یې لا څنګه وي.
د ربانی د لور نیمه بربنډ انځورونه په رسنیو کې خپاره شول، یو ځوی یې د لیونیانو په څیر په خارج کې ګرځي او په اوتو بوتو سر وي، خو دوی اوس هم د مرکبو جاهلانو په څیر لا په دې هم نه پوهیږي چې دا د الله تعالی هغه عذاب دی چی په دنیا کې یې راکړ، او نه له آخرته ویره لري، اوس هم د امریکا په غلامۍ فخر کوي او د امریکا د کونجاړي په ټولولو کې سرګردان شپې ورځې تیروي، نه د خدای خفګان ورته څه اهمیت لري، نه د رسول الله او نه د مجاهدینو او شهیدانو د کونډو رنډو، او یتیمانو نه.
هسی خو خدای تعالی ندی فرمایلي چی: لَهُمْ فِي الدُّنْيَا خِزْيٌ وَلَهُمْ فِي الْآَخِرَةِ عَذَابٌ عَظِيمٌ یعنې دوی ته په دنیا کې شرمیدل مقرر شوي دی او په آخرت کې ورته ستر عذاب.

















