تبصره
په دې وروستیو کې د هېواد په بېلابېلو ولایاتو او په ځانګړې توګه مرکز کابل کې مرګونې پیښې وشوې، چې د ناامنیو د کنټرول د توان نه لرلو له امله یې د حکومت او ولس تر منځ فاصله نوره هم پسې زیاته کړه.
په ځانګړې توګه د کابل د شش درک مرګونې پیښې، چې د نورو ښاریانو تر څنګ پکې ٩ خبریالان هم ووژل شول، امنیتي مسئولین تر سختو پوښتنو لاندې راوستل.
د کورنیو چارو وزیر او د ملي امنیت مرستیال مشران جرګې ته استجواب شول چې څرنګه په دې وروستیو کې په مرکز او ولایاتو کې، د زرګونو پولیسو په موجودیت کې، مرګوني بریدونه زیات شول، او هم په تېرو ورځو کې د بدخشان کوهستان ولسوالي افغان ځواکونو او طالبانو یو له بله ونیوله، چې دواړو لورو ته سخته مرګ ژوبله رامنځته شوه.
هغه څه چې حقیقت و، او حکومت ترې انکار کاوه، د کورنیو چارو وزیر، ویس احمد برمک، په استجوابیه غونډه کې پرې اعتراف وکړ، ویې ویل: افغان پولیس د دې وړتیا نه لري چې مرګوني بریدګر له رواني پلوه تر برید مخکې وپېژني.
د افغان ځواکونو شمېر کابو ۱۱ سلنه راټیټ شوی دی
برمک، چې د مشرانو جرګې په استجوابیه غونډه کې د افغان حکومت او امریکا پټ حقیقتونه په ډاګه کړل او دا ډول ځواب یې مجبوریت ؤ، وویل، ”وسله والو مخالفينو د خپلو بریدونو تکتیکونه بدل کړي او د موټر بم چاودونو پر ځای، اوس تر ډېره یو کسیز مرګوني بریدونه کوي، وسله وال مخالفین په پوره مهارت خپل بریدونه سنجوي، خو پولیس پنځوس په سلو کې – او حتی ځینې پولیس افسران هم بېسواده دي، چې دې ستونزې (بې سوادۍ) ورته د بریدګرو پېژندل ستونزمن کړي دي.“

برمک په خپل اعتراف کې مشرانو جرګې ته وویل: ”زه تاسې ته واقعیت وایم، د ښوونې او روزنې له پلوه پولیس د دې وړتیا نه لري چې له رواني پلوه یو بریدکوونکی وپېژني، ځکه پنځوس په سلو کې پولیس او پولیس افسران بېسواده دي؛ او په بې سوادۍ له وسله والو مخالفینو تاکتیکي جګړه نشي ګټل کېدای.“
ویس احمد برمک، چې د مشرانو جرګې په استجوابیه غونډه کې یې له حقیقت ویلو پرته بله لار نه درلوده، له ټولو افغانانو او سیاستوالو وغوښتل چې یو بل ته لاسونه ورکړي، د افغان امنیتي ځواکونو د پياوړتیا لپاره کار وکړي او له دوی سره په خوا کې د وسله والو مخالفينو پر وړاندې ودرېږي.
سیګار: امریکا لا هم د داسې ځواک پر جوړولو نه ده توانیدلې چې د طالبانو مخامخ مقابله وکړي
افغان حکومت له امریکایانو غوښتي چې د دوی تلفات پټ وساتي
د برمک غوښتنه د خپل حکومت د بقا لپاره ښه غوښتنه ده. خو هغه پولیس چې میلیونونه ډالر یې په تربیه مصرف شوي بیا هم بې سواده پاتې دي او د وسله والو جګړه ييز تاکتیکونه نشي درک کولای. عام ولس به چې ټول عمر یې د خپلو اولادونو لپاره د یوې نمړۍ ډوډۍ د پیدا کولو لپاره تېر کړی له پوليس سره څه ډول مرسته وکړي، په کومه جنګي پوهه، په رواني لحاظ بریدګر وپېژني او یا به د وسله والو له تاکتیکونو خبر شي؟
په تېرو ۱۷ کلونو کې افغان حکومت او امریکا ولس ته دوکه ورکړې وه چې افغان پولیس د بهرنیو پوځونو تر وتلو وروسته د هېواد د ساتنې وړتیا لري. برمک د خپلو ځوابونو لپاره له حقیقته پرده پورته کړه، ویې ویل چې بې سواده پولیس د باسواده وسله والو بریدګرو پېژندګلوي نشي کولای او نه د تاکتیکي جګړې توان لري.

















