(کابل ټکی کام، ۱۳۹۷، غویی ۱۷) د کندهار سيمه يیزې خبري سرچينې وايي، محمد مقصود ضمير چې د مرکزي حکومت په رسمي مکتوب د دغې ولايت د راډيو تلويزيون د نوي رئيس په توګه ټاکل شوی و د جنرال رازق له لوري په مرګ ګواښل شوی او بيرته شړل شوی دی.
د راډيو تلويزيون يوې سرچينې کابل ټکی کام ته وويل، د راډيو تلويزيون د رئیس په توګه د مقصود ضمير مقرري د والي له خوا منل شوې او د مرستيال والي اغالالي له خوا په رسمي غونډه کې د راډيو تلويزيون کارکوونکو ته ور وپېژندل شو.
خو یاده سرچينه وايي، د مرکزي حکومت له لوري نوی ټاکل شوی رئيس د کندهار ولايت د امنيې قومندان جنرال رازق د عسکرو له لوري په مرګ ګواښل شوی او له دندې شړل شوی دی.
سرچينه زياتوي، د پنځمې امنیتي حوزې امر عبدالرحیم په نوموړي پسې دفتر ته ورغلی او هغه يې ګواښلی دی او له دفتره يې شړلی دی.
محمد مقصود ضمير، په ژورنالیزم کې لیسانس لري او تر دې مخکې يې په کندهار راډيو تلوېزيون ،باختر اژانس او يو شمېر نورو رسنيو کې دندې ترسره کړي دي.
ويل کېږي، تر دې مخکې هم د ښوونې او روزنې، روغتيا، ترانسپورت او هوايي ډګر رئيسان او مرستيالان چې د ولسمشراو وزارتونو په امر ټاکل شوي و، د کندهار د امنيتي مسئولينو او د جنرال رازق په امر له دندو شړل شوي او پر ځای يې پخواني رئيسان بېرته پر خپلو دندو پاتې شوي دي.
د کندهار يو شمير مدني فعالان او د ازادو خبري سرچينو کارکوونکي د چارواکو دغه ډول کړنې د ولسمشر غني ناکامه مشري بولي په خبره يې که راتلونکي کې هم د ولسمشر له لوري کوم وړ شخص په کندهار کې د کوم رياست لپاره وټاکل شي نو پايله به يې د مقصود ضمير په څېر شخصيتونو بې عزتي او له دندې شړل وي.
















