جمعه, اپریل 17, 2026
کابل ټکی کام
Advertisement
  • کور پاڼه
  • خبرونه
    • راپور تاژ
    • افغانستان
    • نړۍ
    • لوبه
  • سرمقاله
  • تبصرې
  • اسلام
  • مقالې
  • ټولنه او اجتماع
  • ادب
  • روغتيا
  • په زړه پورې معلومات
  • اړيکه
No Result
View All Result
  • کور پاڼه
  • خبرونه
    • راپور تاژ
    • افغانستان
    • نړۍ
    • لوبه
  • سرمقاله
  • تبصرې
  • اسلام
  • مقالې
  • ټولنه او اجتماع
  • ادب
  • روغتيا
  • په زړه پورې معلومات
  • اړيکه
No Result
View All Result
کابل ټکی کام
No Result
View All Result
Home خبرونه

طالبان.. د غزني ښار په دروازو کې

عبد الهادي همت نشرونکی: عبد الهادي همت
مې 8, 2018
کټګوریانې: خبرونه, مهم
0
2.2k
ځلې شریک شوی
85
کتونکي
Share on FacebookShare on Twitter

د امریکا نیویارک ټایمز ورځپاڼې په خپل یوه وروستي راپور کې ویلي چې طالبان د غزني ښار تر دروازو رارسېدلي دي او د ولایت په مرکز کې پراخ حضور او نفوذ لري.

د راپور له مخې، په غزني ښار کې د طالبانو د پراخ شتون او نفوذ له امله، د ښار اوسېدونکو ته د ښار مسؤل او کنټرولونکی مشخص کول ستونزمن دي.

دا هم ولولئ

د ایران-امریکا مذاکرات؛ اسلام آباد کې زرګونه پوځیان ځای پر ځای شوي

ميرويس عزيزي: د تخار د ۱۶۵ ميګاواټه او د بغلان د ۳۵۰ ميګاواټه برېښنا دستګاوې افغانستان ته انتقال لپاره چمتو شوي

عبدالملک حوثي: د ایران پرضد د امریکا-اسرائیلو د بریدونو موخه د اسلامي نظام نسکورول و

د غزني ښار، چې شاوخوا ۲ لکه اتیا زره وګړي پکې اوسېږي او د پلازمېنې کابل جنوب خوا ته په ۱۱۰ میله کې پروت دی، له زیاتې مودې راهیسې د طالبانو تر ګواښ لاندې دی او ورځ په ورځ یې امنیتي وضعیت د خرابۍ پر لور روان دی.

د نیویارک ټایمز ورځپاڼې خبریال، جواد سخنیار، په خپل راپور کې لیکلي، طالبان په ښار کې په ازاد ډول اوسي، له دوکاندارانو خپله مالیه اخلي، او وخت ناوخت په چریکي بریدونو کې دولتي چارواکي په نښه کوي.

د غزني ښار چارواکي وايي چې چریکي بریدونه زیاتره د موټر سایکل سپرو ځوانانو له لوري د بې غږه تفنګچو په مټ ترسره کېږي.

یوه امنیتي چارواکي یادې ورځپاڼې ته د خبرو پر مهال د طالبانو پر وړاندې له اقدامه عاجزي ښودلې او وايي حتی د ویرې له امله یې نیولای هم نشي.

”طالبان په ښار کې حضور لري،“ چارواکي د ښار نږدې پرتې سیمې ته په اشاره کولو سره وویل. ”طالبان دلته خپل کورونه لري او څه چې وغواړي کولای یې شي.“

نوموړي زیاته کړې، ”د دوی زیاتره کسان په خپلو کورونو کې وسلې لري، او موږ هیڅ هم نشو کولای، ځکه د څه کولو توان نه لرو. که موږ دوی ونیسو او بندیان یې کړو، ډېر ژر به له زندانه ووځي او د خپل غچ اخیستلو لپاره به بېرته په پولیسو پسې راشي.“

Sayed Mustafa/EPA, via Shutterstock

د غزني والي عبدالکریم متین، چې د ولایت په ودانۍ کې دننه له یوه ځایه بل ځای ته په مرمۍ ضد موټر کې ځي، هم منلې چې طالبان په ښار کې پراخ حضور لري او د حکومت پر ځای دوی له خلکو مالیه اخلي. متین وايي، ”له بده مرغه، طالبان له خلکو، که هغه دوکاندار وي که بل څوک، د مالیې په نوم پیسې راټولوي.“

د ده په خبره، ”دا مالیه نه ده، بلکې له خلکو په زور د پیسو اخیستنه ده.“

بل خوا، د غزني د ولایتي شورا غړي وایي که چیرې حکومت د ولایت ادارې ته پام ونکړي، نو ولایت به سقوط وکړي او د طالبانو لاس ته به ولوېږي.

غزنی یو له هغو ولایتونو دی چې د طالبانو نفوذ او شتون پکې زیات دی، او په ګڼو ولسوالیو کې حکومت یواځې د ولسوالیو پر مرکزونو واک لري.

د غزني د والي ویاند، محمد عارف نوري، افغان نیوز رسنۍ ته ویلي چې د اندړو، ده یک، ګېرو، خوګیاڼي، قره باغ، ګیلان او خواجه عمري په ګډون د غزني ۱۴ ولسوالۍ د طالبانو تر ګواښ او نفوذ لاندې دي.

له تېرو پنځو ورځو راهیسې، طالبانو د غزني-پکتیکا لویه لار تړلې او امنیتي ځواکونه له هڅو سره سره، د لارې په خلاصولو نه دي بریالي شوي.

مخکینې مطلب

ننګرهار: ترافيکي پېښه کې پنځه کسان وژل شوي

بل مطلب

امریکایي کارپوهان: د افغان جګړې تمدید او د بریا نشتون، ګنګس کړي یو

ځانګړي مطالب

خبرونه

د ایران-امریکا مذاکرات؛ اسلام آباد کې زرګونه پوځیان ځای پر ځای شوي

نشرونکی: احسان تکل
اپریل 17, 2026
افغانستان

ميرويس عزيزي: د تخار د ۱۶۵ ميګاواټه او د بغلان د ۳۵۰ ميګاواټه برېښنا دستګاوې افغانستان ته انتقال لپاره چمتو شوي

نشرونکی: ح جلال
اپریل 17, 2026
خبرونه

عبدالملک حوثي: د ایران پرضد د امریکا-اسرائیلو د بریدونو موخه د اسلامي نظام نسکورول و

نشرونکی: احسان تکل
اپریل 16, 2026
افغانستان

د معیار او کیفیت اداره: اسلام‌کلا کې ۴۰ ټنه بې‌کیفیته اوسپنه بېرته وګرځول شوه

نشرونکی: ح جلال
اپریل 16, 2026
خبرونه

امریکا له ایران د اوربند غځولو غوښتنه کړې

نشرونکی: احسان تکل
اپریل 16, 2026

ځواب دلته پرېږدئ ځواب لرې کړه

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

This site uses Akismet to reduce spam. Learn how your comment data is processed.

وروستي

د ایران-امریکا مذاکرات؛ اسلام آباد کې زرګونه پوځیان ځای پر ځای شوي

نشرونکی: احسان تکل
اپریل 17, 2026
0

ميرويس عزيزي: د تخار د ۱۶۵ ميګاواټه او د بغلان د ۳۵۰ ميګاواټه برېښنا دستګاوې افغانستان ته انتقال لپاره چمتو شوي

نشرونکی: ح جلال
اپریل 17, 2026
0

عبدالملک حوثي: د ایران پرضد د امریکا-اسرائیلو د بریدونو موخه د اسلامي نظام نسکورول و

نشرونکی: احسان تکل
اپریل 16, 2026
0

د معیار او کیفیت اداره: اسلام‌کلا کې ۴۰ ټنه بې‌کیفیته اوسپنه بېرته وګرځول شوه

نشرونکی: ح جلال
اپریل 16, 2026
0

امریکا له ایران د اوربند غځولو غوښتنه کړې

نشرونکی: احسان تکل
اپریل 16, 2026
0

پر اوکرایین د روسیې بریدونه؛ ګڼو کسانو ته مرګ ژوبله اوښتې

نشرونکی: احسان تکل
اپریل 16, 2026
0

بلخ کې د ۵۲۳ میلیونه افغانیو په لګښت د برېښنا دوې پروژې بشپړې او د بلې کار پیل شو

نشرونکی: ح جلال
اپریل 16, 2026
0

په مزارشریف کې د ۱۵ میلیونه ډالرو په لګښت د زرګرانو لپاره د ستر سوداګریز مارکېټ د جوړولو چارې پیل شوې

نشرونکی: ح جلال
اپریل 16, 2026
0

سپاه پاسداران: د امریکا سمندري محاصره ناکامه ده په هرمز تنګي بشپړ کنټرول لرو

نشرونکی: احسان تکل
اپریل 16, 2026
0

افغانستان او مرکزي اسیا ته د روسیې او بلاروس د نفتي موادو واردات ۵۰ سلنه زیات شوي

نشرونکی: ح جلال
اپریل 16, 2026
0

ډیر کتل شوي

  • ميرويس عزيزي: د تخار د ۱۶۵ ميګاواټه او د بغلان د ۳۵۰ ميګاواټه برېښنا دستګاوې افغانستان ته انتقال لپاره چمتو شوي

    15 شریک شوي
    شریکول 6 Tweet 4
  • سپاه پاسداران: د امریکا سمندري محاصره ناکامه ده په هرمز تنګي بشپړ کنټرول لرو

    9 شریک شوي
    شریکول 4 Tweet 2
  • عبدالملک حوثي: د ایران پرضد د امریکا-اسرائیلو د بریدونو موخه د اسلامي نظام نسکورول و

    8 شریک شوي
    شریکول 3 Tweet 2
  • د ایران-امریکا مذاکرات؛ اسلام آباد کې زرګونه پوځیان ځای پر ځای شوي

    7 شریک شوي
    شریکول 3 Tweet 2
  • امریکا له ایران د اوربند غځولو غوښتنه کړې

    10 شریک شوي
    شریکول 4 Tweet 3
کابل ټکی کام

کابل ټکی کام په اړه

کابل ټکی کام یوه ازاده او خپلواکه وېبپاڼه ده
په کابل ټکی کام کې نشر شوي لیکنې او تبصرې یوازي د لیکوالو نظر څرګندوي، زموږ د ویبپاڼې توافق ورسره شرط نه دی .
-----------------------------------
Kabull.com is an independent news
website in Afghanistan

Commentaries and articles published here, represent the views of their authors solely. They do not reflect the editorial policy of the website

زموږ بريښنالیک ادرس
kabullnews@gmail.com

ورځې وجــــــــــــيزه

هیڅوک به له تاسې څخه جنت ته داخل نشي، څو چې د کامل ایمان خاوندان نه شۍ کیدای شي څو چې په خپل منځ کې مینه او ورورولي ټینګه نه کړی. (رسول اکرم صلی الله علیه وسلم)

نشرونکی: محب الله عاطف
دسمبر 16, 2019

تازه خپاره شوي مطالب

د ایران-امریکا مذاکرات؛ اسلام آباد کې زرګونه پوځیان ځای پر ځای شوي

ميرويس عزيزي: د تخار د ۱۶۵ ميګاواټه او د بغلان د ۳۵۰ ميګاواټه برېښنا دستګاوې افغانستان ته انتقال لپاره چمتو شوي

عبدالملک حوثي: د ایران پرضد د امریکا-اسرائیلو د بریدونو موخه د اسلامي نظام نسکورول و

د معیار او کیفیت اداره: اسلام‌کلا کې ۴۰ ټنه بې‌کیفیته اوسپنه بېرته وګرځول شوه

امریکا له ایران د اوربند غځولو غوښتنه کړې

پر اوکرایین د روسیې بریدونه؛ ګڼو کسانو ته مرګ ژوبله اوښتې

بلخ کې د ۵۲۳ میلیونه افغانیو په لګښت د برېښنا دوې پروژې بشپړې او د بلې کار پیل شو

په مزارشریف کې د ۱۵ میلیونه ډالرو په لګښت د زرګرانو لپاره د ستر سوداګریز مارکېټ د جوړولو چارې پیل شوې

سپاه پاسداران: د امریکا سمندري محاصره ناکامه ده په هرمز تنګي بشپړ کنټرول لرو

© کابل ټکی کام 2019, د کاپي حقوق محفوظ دی | Kabull.com