(کابل ټکی کام ۱۳۹۷ غویی ۱۷)
د «سایبر بریف» په نامه د امریکا د رسنیو یوه مرکز چې د امریکا د ملي امنیت د چارو په څیړنو کې کار کوي ، ویلي؛ چې د افغانستان جګړه له کومې لاسته راوړنې پرته په اوږدیدو ده .
دې مرکز تیره ورځ لوړپوړي امریکايي کارپوهان د دې په خاطر ور بللي و، تر څو د افغان جګړې په تړاو یې نظر واخلي او له هغوی څخه مشورې واخلي.
امریکایي سیاستمدارانو په دې مجلس کې څرګنده کړه چې امریکایي مشران د ستراتیژي جوړولو او د اهدافو په تعین کې په ټولییزه توګه ناکام دي او تل یې هڅه کړې ترڅو د پاکستان له لوري پر وسلوالو فشار زیات کړي، هغه هیواد چې د دوی په وینا خپله د یوې بریالۍ ستراتیژي له نشتون سره مخ ده.
د «جان هاپکنز» نړیوال څیړنیز مرکز غړی ‘ډان مارکي ‘ وایي چې د افغان جګړې په تړاو د امریکا د جدي ارادې نشتون وضعیت بدل کړی او په دې هیواد کې یې د سیمې هیوادونو په ځانګړې توګه پاکستان ته د مداخلې چانس برابر کړی دی.
د سي آی اې پخوانی مشر جنرال ‘مایکل هایدن‘ بیا وویل چې زمونږ وروستی هدف دادی چې افغانستان یوځل بیا د داسې هیواد په توګه بدل نه شي چې امریکا یې نه غواړي.
نوموړي زیاته کړه، د دې هدف د ترلاسه کولو له پاره اوږدې مودې ته اړتیا ده خو په خبره یې چې ‘ ښایي پایلې یې بیا هم د خوښې وړ نه وي.‘
بل پلو بیا په اسلام آباد کې د امریکا د استخباراتو د مرکزي ادارې مشر ‘کوین هالبرت‘ وویل؛ چې افغان جګړې ګنګس کړي “ موږ هلته له یو بنبست سره مخ یو، هلته مو د بریا نه، بلکې له ماتې څخه د بچ کیدلو جګړیز سیاست چلولی“
نوموړی وایي، که امریکا د یادې جګړې د ګټلو لپاره په نورو کټګورویو غور وکړي او ترڅنګ یې د روانې جګړې اهداف واضح کړي ، ښایي له دې ستونزمن پړاو څخه ووزي
















