آیا اهلیت خاص په علمیت پوري اړه لري ؟

لیکوال: خبیب خالد
نن ورځ تقریبا په ټوله نړۍ کې خصوصا زموږ په ګران هیواد کې اهل کسان هغه څوک بلل کیږي چې په خپل مسلک کې پوره مهارت لري ، نو د همدي موخې په خاطر وخت ناوخته په همدې برخه کې د سمینار تر عنوان لاندي ډول ډول او د موضوعاتو سره سم پرګرامونه برابریږې ، د همدغو سمینارونو لپاره بیا ښوونکي هم داسي کسان ګمارل کیږي چې علمي اړخ یې قوي وي خو اعمال او اخلاق یې په نظر کې نه نیول کیږي ، د همدي سمینارونو په پای کې بیا ارزیابي هم د هغو شیانو اخیستل کیږي کوم چې تر علم پوري تړلي وي ، دې ډول سمینارونو ته یو طرفه سمینارونه ویل کیږي ، ځکه چې د همدي سمینار موخه فقط تعلیمي رشد دی نه تربیوي رشد ، کومه اداره چې د استاذ ، انجینر ، ډاکتر ، فارمیس ، نرس ، د زراعت مسلکي انجینر او نور مسلکې کسانو د روزنې لپاره جوړه شوي ده د هغې ادارې نوم ( تعلیم او تربیه یا ښوونه او روزنه ) ده ، نو همدې نامه ته په کتو سره پورتنې سمینارنو ته یو طرفه سمینارونه یا تعلیمي سمېنارونه ویل کیږي .
خو اسلام بیا له همدې نظريې سره په هیڅ ډول موافق ندی ، ځکه د همدې سمینارونو په نتیجه کې به انسانې ټولنه نیمګړې وي ، او اسلام داسې یو جامع قانون دی چې په عملې کولو سره یې بشریت ته نجات ور بخښل کیږي ، اسلام داسي یو دین دی چې ټولنه له فساد او بربریت څخه ژغوري ، اسلام داسي یو دین دی چې د انساني ټولنې تمایز له حیواني ټولنې سره راولې.
اسلام د اهلیت تعرېف داسي کوي : اهل کسان هغه څوک دې چې په خپل مسلک کې پوره مهارت ولري او د قرآن کریم د احکامو پابند وي .
ای د ښه استعداد خاوندانو ! که غواړۍ چې د همدې دردېلې ، لار ورکې او بې عمله ټولنې د خدمت جوګه شۍ ، علمې قوې ته یې نجات ور کړۍ او د هیواد خدمت ته یې چمتو کړۍ ، نو راشئ د خپل استعداد تر څنګ د الله په دین هم عمل شروع کړئ ، دا ستاسو همدې کار به له یوې خوا ټولنې ته نجات ورکړی ، او له بلي خوا به مو د الله دین غربي نړۍ او سیکولرانو ته لوړ معرفي کړی وي .
ای د ښې تقوا خاوندانو ! که غواړۍ چې همدې ټولنې ته د دنیا او آخرت له ناکامۍ څخه نجات ور کړۍ ، د الله ج دین پکې خپور کړۍ او د هیواد د پرمختګ لپاره یې چمتو کړۍ ، نو راشئ د خپلې تقوا تر څڼګ خپل علمي اړخ هم په پوره توګه قوي کړئ تر څو ټولنه ستاسو له علم او عمل دواړو څخه متاثره شي ، ټولنه چې د چا تر اغیز لاندي راغله نو بیا د هغه شخص هرې بلنې ته لبیک وایې .
هغه علمي کسان چې تقوا لري خو مسلک یې بیا نیمګړی پرېښی وي هغوی د سیکولر او لادینه اشخاصو لپاره داسي دلایل برابر کړي دي چې په هغه باندي بیا مسلمان مباریزینو ته پېغور ورکوي ، سیکولر ، لادینه او موډرن ځوانان وايې : صوفې او لمونځ کوونکي ته خو ور پاته دا یو لمونځ او صوفي توب دی نور نو بیا کله دوی په تعلیمي برخه کې اول نمره ، دوهم نمره … وو .
ای هغه څوکه چې په زده کړه او یا تدریس بوخت یې ! د الله او د هغه د دې مبارک دین په خاطر د خپل مسلک تر څنګ ځان د تقوا نمونه جوړ کړه داسې نه چې ستا د لټي په خاطر مسلمان مبارزین د سیکولر او عیاش کسانو له خوا د پېغور مصداق وګرځې .

مربوطه مطالب

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

This site uses Akismet to reduce spam. Learn how your comment data is processed.

Back to top button