پلچرخي: نن څلورمه ورځ هم زندانيانو اعتصاب ته دوام ورکړی- انځورونه

(کابل ټکی کام، ۱۳۹۷، غویی ۱۷) نن څلورمه ورځ ده چې د پلچرخي زندان د درېيم بلاک ټولو زندانيانو چې شمېر يې تر څوارلس سوو رسېږي د نه خوړو په اعتصاب لاس پورې کړی دی.

د پلچرخي زندان څخه يوې باوري سرچينې کابل ټکی کام ته وویل، چې له پرون راهيسې نږدې سل کسانو خپلې خولې ګنډلي او غوښتنه کوي چې تر هغې يې ستونزې نه وي حل شوي خپل اعتصاب ته به دوام ورکړي.

د اسير همت روحاني په نوم يو تن بندي چې له څو کلونو راهيسې په ياد زندان کې د اسارت شپې تيروي کابل ټکی کام ته وويل، چې له مسئولينو سره د بنديانو د ستونزو په اړه خبرې شوي خو تر دې دمه موافقې ته نه دي رسېدلي.

اسير همت په څو مادو کې د بنديانو غوښتنې رالېږلي چې په لاندې ډول دي:
اوله ماده: کوم بندي چې د ولایت څخه راوړل کېږي باید الزامیت یې ورسره راوړل شي؛ ځکه چې کله یې د قید موده پوره شي؛ د الزامیت په بهانه بیا تر ډېرې مودې بې سرنوشته په زندان کې پروت وي.

دوهمه ماده: دکوم بندي چې قید پوره شي په هغه ورځ باید ازاد شي.

دریمه ماده: په هر فرمان کې صعب العلاج بندیانو ته فرمان ورکول کیږی؛ او تطبقېږي نه؛ باید ورکړل شوی فرمان عملي او مستحق بندیان ازاد شي .

څلورمه ماده: کبر سن (سپین ږیري) خلک چې په هر فرمان کې اعلانېږي او ازادېږي نه؛ باید د ورکړل شوي فرمان له مخې ازاد شي.

پنځمه ماده: کوم بندیان چې خپل قید پوره کړي باید تضمین ترې وانه خیستل شي؛ ځکه هغه ته ورکړل شوی قانوني قید تېر کړی ده ضمانت د څه لپاره؟

شپږمه ماده: نصف قید ماده باید دتخفیف څخه لیرې شي.
اومه ماده: په بعضو دوسیو کې تخفیفونه لګېدلي وي؛ او دتخفیف پارچې له دوسیې نه ورکې شوي وي باید د پیسو په بهانه ترې تخفیف پارچې لرې نه شي.

اتمه ماده: کوم تقویتي تخفیفونه چې ورکول شوي دي؛ بیرته له مستحقو کسانو اخیستل شوي دي؛ باید پلې شي.

نهمه ماده: کوم فرمان چي رئیس جمهور اعلانوي؛ باید مستثنا پکې نه وي؛ او بدون له توپیره ټولو بندیانو ته علی السویه ورکړل شي.

لسمه ماده: د لسو کالو نه لوړو قیدیانو ته باید د قید مطابق په لوړه کچه تخفیف ورکول شي.

یولسمه ماده: کوم بندیان چي د مرکزي زندان پلچرخي په داخل کې عمومي روغتون سرطبابت ته اتنقالېږي باید ځانګړې لیکه دارې جامې ورته وانه غوستل شي.

دولسمه ماده: لکه څنګه چې قانون ده؛ باید دولایتونو تبدیلۍ ازادي شي.

دیارلسمه ماده: تقویتي فرمان باید اعلان کړل شي.

اسير همت د پلچرخي زندان له درېيم بلاک څخه د هغو اعتصاب کوونکو زندانيانو انځورونه رالېږلي چې خپلې خولې يې په سيخانو ګنډلي په خبره يې چې ډیری يې په کوما حالت کې دي:

مربوطه مطالب

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

This site uses Akismet to reduce spam. Learn how your comment data is processed.

Back to top button