افغانستان او پاکستان د ترانزیټي ستونزو د حل تړون لاسلیک کړ

(کابل ټکی کام، ۱۳۹۷، غویی ۲۲) د افغانستان د سوداګرۍ او صنايعو خونې چارواکي وايي، له پاکستان سره د سوداګرۍ او ترانزيتي ستونزو د هوارۍ په موخه يوه هوکړه لاسليک شوې چې له مخې به يې د دواړو هېوادونو د سوداګرو ستونزې تر يوې اندازې هوارې شي.

د سوداګرۍ او صنايعو وزارت وياند مسافر قوقندي وايي، په اسلام اباد کې د دواړو لوريو تر منځ هوکړه شوې چې د افغانستان په تازه ميوو او سبزيو ګمرکي تعرفې کمې او سوداګرو ته به اجازه ورکړل شي چې د افغانستان مالوچ دغې هېواد ته صادر کړي.

د قوقندي په خبره، د اسلام اباد په ناسته کې د دواړو هېوادونو تر منځ د ترانزيت د ستونزو د هواري په اړه خبرې وشوې، د اقتصادي راکړې ورکړې د پراختيا او د سوداګرو د ستونزو د له منځه وړلو په اړه موافقه وکړه.

پاکستان د افغان میوو او سبزيو تر ټولو لوی مارکېټ ګڼل کېږي، خو په وروستيو کې د دواړو هېوادونو تر منځ د سياسي تاوتريخوالي په رامنځته کېدو د افغان سوداګرو د تازه ميوو او سبزيو په صادراتو کې یو لړ ستونزې پيدا شوې چې د سوداګرو په وينا پاکستانی لوری ورڅخه د صادراتو د کره والي سندونه غواړي او ګمرکي تعرفې يې لوړې کړي دي.

بل خوا د سوداګرۍ خونې مرستيال خانجان الکوزی تاييدوي چې د پاکستان سره د لوړې ګمرکې تعرفې ستونزه او د سبزيو د کره والي د سندونو غوښتنې ستونزې حل شوي دي.

د سوداګرۍ خونې د معلوماتو له مخې، تر دې مخکې د پاکستان له لوري د افغان سوداګرو پر صادراتي توکو څلوېښت سلنه ګمرکي تعرفه وه چې اوس دغه پنځلس سلنې ته راټيټه شوې ده.

مربوطه مطالب

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button