(کابل ټکی کام ۱۳۹۷ غویی ۲۴)
د فاریاب ځایی امنیتي چارواکی وایی چې د دې ولایت د خواجه سبز پوش ولسوالۍ د‘شیخي‘ په نامه ستراتیژیکې سیمې له ۲ قرارګاو او څلورو پوستو سره یوځای سقوط کړی دی.
سیمیز خبریال حسن سرداش وایي؛ په سیمه کې موجودو د ملي اردو ځواکونو، سرحدي او سیمیزو پولیسو له څو ساعتیزې جګړې وروسته شاتګ کړی .
سیمیزې سرچینې وایي؛ په یاده سیمه کې لسګونه امنیتي ځواکونه میشت و، چې تیره ورځ یې له یوه پلوه خپلې پوستې پریښې او شاتګ ته اړ شوي دي.
سرداش د سیمیزو سرچینو له قوله ویلي، چې طالبانو لومړی د اربکي قوماندان آصف اړوند پوستې په نښه کړه چې له لږ مقاومت وروسته یې سقوط وکړ.
ورپسې یې د سرحدي پولیسو بیز(قرارګاه) ونیوله او بیا ورسره د ملي اردو ځواکونو مقاومت وکړ خو تر ۳ ساعتیزه جګړې وروسته هغوی هم قرارګاه خوشې او یوشمیر یې طالبانو ته تسلیم شول.
طالبانو د شیخي سیمې د نیولو پخلی کړی او زیاته کړې یې ده چې په دې برید کې یې ۴ تنه د ملي اردو ځواکونه ژوندي نیولي ګڼو نورو امنیتي ځواکونو ته مرګ ژوبله اوښتې چې د څو تنو جسدونه اوس هم په سیمه کې پاتې دي.
طالبانو د ۴ ټانګونو، یوې دهشکې، یوه زیکویک او د ۲۰ په تعداد کې د ایم ۱۶ توپکونو، کلاشنکوفونو، پیکاوو او ۴۰۰۰۰ مختلف النوع مرمیو د نیولو خبر ورکړی دی.
باید وویل شي چې یاده سیمه تیرکال هم طالبانو نیولې وه چې څه موده وروسته بیرته دولتي ځواکونو ترې ونیوله او د ملي اردو، سرحدي پولیسو او محلي پولیسو لسګونه سرتیري یې په کې میشت کړل.


















