فیفا: د تذکيرو پر کاپۍ د سټيکر لګول به درغلۍ لا زياتي کړي

(کابل ټکی کام، ۱۳۹۷، غویی ۲۳) د افغانستان د ازادو او عادلانه ټاکنو بنسټ فيفا وايي، د تذکیرو پر کاپۍ د سټيکر لګول به په انتخاباتو کې درغلۍ نورې هم زياتې کړي.

د دغې بنسټ اجرائيوي رئيس يوسف رشيد وايي، پر تذکيرو د سټيکر لګول به دې ته لاره خلاصه کړي چې يو کس د خپلې تذکيرې په څو کاپيانو سټيکرونه ولګوي او رايه ورکړي.

د رشيد په خبره، د دې چارې په عملي کولو سره په انتخاباتو کې د درغلۍ او ناوړه ګټې اخيستو امکانات زيات دي او دغه عمل به خلک په ټاکنو بې باوره کړي.

په وروستيو کې ولسمشرۍ ماڼۍ د انتخاباتو د خپلواک کمېسيون له لوري په يوې اعلاميې کې ويلي، چې له دې وروسته خلک کولی شي د تذکيرې پر کاپي سټيکر ولګوي خو ځينو رسنيو وويل چې دا پريکړه د انتخاباتو کمېسيون له لوري نه بلکې د ولسمشر له لوري شوې ده.

تر اوسه په ټول هېواد کې يو نيم ميليون کسانو د انتخاباتو د رايه ورکولو لپاره نومليکنه کړې چې د ټاکنو کمېسيون په وينا دا ډېره کمه شمېره ده او خلک د امنيتي ستونزو او په ټاکنو د بې باورۍ له کبله په خپلو تذکيرو سټيکرونه نه لګوي.

په نومليکنه کې د خلکو د کم ګډون له کبله د انتخاباتو خپلواک کمېسيون درې ورځې وړاندې د ولايتونو په مرکزونو کې د نومليکنې پروسه يوه مياشت نوره هم وغځوله.

په عين حال کې د ولسي جرګې غړي هم د تذکيرو پر کاپۍ سټيکر لګولو سره مخالفت څرګندوي د جرګې غړی عبدالقادر وطندوست وايي: ” د تذکيرو پر کاپۍ سټيکر لګول به انتخابات له درغليو ډک کړي زياتوي دا به انتخابات نه بلکې، انتصابات وي، د دغه اقدام په اساس یو کس کولای شي چې په لسګونو مرکزونو کې نوم لیکنه وکړي او څو ځايه خپله رايه وکاروي.”

مربوطه مطالب

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

This site uses Akismet to reduce spam. Learn how your comment data is processed.

Back to top button