کرکټ: د احمدشاه ابدالي سياليو پايلوبه بند امير وګټله

(کابل ټکی کام، ۱۳۹۷، غویی ۲۳) د افغانستان د ۲۰۱۸م کال کورني کرکټ د احمدشاه ابدالي “فرسټ کلاس” سياليو پايلوبه د بندامير لوبډلې وګټله.

پايلوبه د بند امیر او امو لوبډلو تر منځ وه چې لوبه مساوي وشوه خو د لسو نمرو په ترلاسه کولو د بندامير په ګټه تمامه شوه.

په دې سياليو کې امو، بند امير، مس عينک، سپين غر، بست او کابل لوبډلو برخه لرله چې دوه مياشتې مخکې پيل شوې وې.

د دغې سيالیو مخکينۍ لوبې په ننګرهار، خوست او کونړ ولايتونو کې ترسره شوې وې خو پايله لوبه يې په کندهار کې وه.

د دغې سياليو په پای لوبه کې د کرکټ بورډ اجرائيه رئيس شفيق الله ستانکزي هم برخه واخيسته او د يادو سياليو تنظموونکي يې وستایل.

نوموړي وويل، د يادو سياليو هدف د کورني کرکټ وده او د نويو تکړه لوبغاړو مالومول دي.

د آمو لوبډلمشر ضياءالحق د پايلوبې په دواړو اېننګزونو کې ۱۴۴ منډې وکړې او درې لوبغاړي يې وسوځول چې د لوبې غوره لوبغاړی ونومول شول.

دغه راز، عبدالواسع د ۵۴ ويکټو په ترلاسه کولو او ۳۶۸ منډو په جوړولو د احمدشاه ابدالي سياليو غوره لوبغاړی وټاکل شو او حمزه هوتک د ۶۷ ویکټو په اخيستلو سره د سياليو غوره توپ اچوونکی او درويش رسولي د ۱۰۷۳ منډو په جوړولو غوره توپ وهونکي ونومول شول.

د افغانستان د کرکټ بورډ د احمدشاه ابدالي ساليو اتلې لوبډلې ته شپږ لکه افغانۍ او دويم مقام ګټونکي لوبډلې ته څلور لکه افغانۍ د انعام په توګه ورکړې.

مربوطه مطالب

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button