طالبانو د غزني- پکتيکا لاره نن لسمه ورځ هم د دولتي منسوبينو پر مخ تړلې

(کابل ټکی کام، ۱۳۹۷، غویی ۲۳) ځايي خبري سرچينې وايي، نن لسمه ورځ هم طالبانو د غزني او پکتيکا تر منځ لويه لاره د دولتي ځواکونو پر مخ تړلې او هيڅ دولتي مامور نه شی کولی چې په ياده لاره تګ راتګ وکړي.

طالبانو شاوخوا لس ورځې مخکې د مئ مياشتې په درېمه نيټه وويل چې د پکتيکا- غزني لاره يې په ټوليزه توګه د دولتي منسوبينو پر مخ تړلې ده.

يو تن ځايي اوسېدونکي کابل ټکی کام ته وويل، چې طالبانو د عامو خلکو د تګ راتګ لپاره فرعي لارې خوشې کړي او خلکو ته هيڅ ستونزه نشته.

چارواکي تاييدوي، چې ياده لاره د طالبانو له لوري تړل شوې خو زياتوي چې له تېرو څو ورځو راهيسې يې څو ځلې عمليات کړي او طالبانو ته يې مرګ ژوبله اړولې ده.

له بله پلوه، طالبانو هم ويلي چې نن لسمه ورځ ده د پکتيکا- غزني تر منځ لاره يې د دولتي منسوبينو پر مخ تړلې او د هغوی د لارې د خلاصون عمليات يې له ناکامۍ سره مخ کړي دي.

د طالبانو ویاند ذبيح الله مجاهد وايي، تېره شپه د لارې د خلاصون يو پوځي قطار چې له کابل څخه ورغلی د غزني مرکز مربوط د “ارزو” په سيمه کې د طالبانو له کمين سره مخ شوی چې په ترڅ کې يې څلور کومانډو عسکر وژل شوي او يو ټانګ په مکمله توګه ويجاړ شوی دی.

طالبان وايي، د لارې د خلاصون عملياتي عسکرو د تلفاتو په ليدلو سره سيمه پريښې او بيرته په شاه شوي دي.

د راپورونو له مخې، له کله راهيسې چې ياده لاره تړل شوې د طالبانو او دولتي ځواکونو تر منځ درنې نښتې شوي چې د طالبانو په وينا له اتيا زياتو عسکرو ته پکې مرګ ژوبله اوښتې او لسګونه ټانګونه د ماينونو په چاودنو او مخامخ بريدونو کې له منځه تللي دي.

مربوطه مطالب

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

This site uses Akismet to reduce spam. Learn how your comment data is processed.

Back to top button