تميم توفيق
نن مې زړه درد وکړ، نن مې عواطف په خوځښت راغلل، خو له افسوسونو او آهونو ايستلو پرته هيڅ راپاتې نه ول، کله مې چې واوريدل، د هيواد په مختلفو سيمو کې له اووه شلې زيات عسکر وژل شوي دي.
دا کومه معمولي پېښه نه ده چې په اړه په فيسبوک کې طنزي پوسټ شريک کړو او خلک ورته په لايکونو کې د خندا سمبولونه انتخاب کړي. دا يوه غمجنه او واقعاً دردمنه پېښه ده، چې بايد پرې وژاړو او خدای ته زارۍ وکړو چې دغو ناپوهه ځوانانو او کورنيو ته يې د دې شعور او احساس ورکړي چې ولې يې زلمي بچيان د دې مردارو، مفسدو څېرو او د لادينو له لاس پوڅي دولت قربان شي.
هغه افغانان چې زامن يې د اشرف غني د نامشروع دولت د ساتنې لپاره ځانونه د مرګ خولې ته ورکوي، بايد له ځانه وپوښتي چې د کومې دنيوي يا اخروي ګټې لپاره يې د تنکيو بچيانو وينې توييږي؟
دوی بايد سر ګريوان ته کړي او سوچ وکړي چې د نړۍ په کچه د فاسدې ادارې، مافيايي کړيو، ملوک الطوايفي او کوڅه واکي نظام، او نا معلوم مذهبه اشخاصو لپاره د دوی د زامنو قرباني به د کومو ديني يا ملي او يا هم شخصي درد دوا شي؟
دغه افغانان دې په دې هم فکر وکړې چې ولې يې د داسې يو دولت او سياسيونو لپاره د زړه ټوټې په فولادي مرميو غلبيل شي، چې نه دين ته په ښمر ورغلي او نه هم وطن ته، نه يې غلامي د اخلاص غلامي کړې ده او نه يې ولس ته يوه زره خدمت کړی او آن له هغې ديموکراسي او ديموکراتانو سره يې هم دوکه بازي او دوه مخي کړې چې دوی يې د واک تر ګدۍ رسولي دي.
افغانان دې په خپلو بچيانو د ارګ کليسا نه ساتي، دوی دې هغه جوماتونه وساتي چې د کافرانو الوتکې پرې د ټنونو په اندازه له بارودو او وژونکو مادو ډک بمونه اوروي او لمونځ کونکي پکې په داسې ډول شهيدانو چې د هډونو او غوښو فرق يې يوازې خدای ج ته معلوم وي.
افغانان دې د خپل ځيګر په ټوټو عيسايڼه رولا غني او نامعلوم مذهبه اشرف غني او د عيسائيت د تبليغ مراکز نه ساتي، دوی دې هغه زرګونه سپين سرې او تور سرې وګټي چې لکه ګلونه زامن او وروڼه يې د همدې فاسدې او نامشروع ادارې او د دوی د بادارانو لخوا شهيدان شوي او يا د زندان په تيارو کې بې برخليکه پراته دي، دوی دې هغه سپين ږيری پرې وساتي چې لکه يعقوب ع د يوسف ع په څير نادرکه اولاد پسې يې د ډيرو اوښکو له امله د سترګو ديد له لاسه ورکړی، دوی دې هغه د خپل دين د ښوونې او روزنې د مرکزونو دفاع پرې وکړي چې د همدې مزدور حکومت او وحشي امريکايانو لخوا پکې په لسګونو تنکي زده کړيالان په خپلو وينو رنګيږي.
ای کاش! د فيل په غږ کې ويده افغان زلمي سترګې وغړوي او ګوري چې ولې يې په بلا ډيرو پوځونو او رنګارنګ وسلو هغه څو په شمار ځوانان غالبيږي چې د الوتکو، چورلکو او ټانګونو د مقابلې لپاره له موټرسايکل او د درنو توپونو په وړاندې له کلاشنکوف څخه کار اخلي.
صد افسوس چې له دغسې واضح او ښکاره حق او باطل سره سره مو ځينې ځوانان لا هم د لکه د لمر روښانه حق په مقابل کې جنګيږي او وژل کيږي.
په دې هيله چې همدغه زلميان مو د دين، وطن او ولس په مينه کې د ټولو پرديو او پرديپالو ککرې ماتې او سينې غلبيل کړي.
وما ذالک علی الله بعزيز
















