خاموشي/فکرمل طالب

دتکبیر په غږ مې ماته خاموشي کړه
پخواښه وم مابه زیاته خاموشي کړه
اوس د وخت ناخوالو یمه پارولی
کنه ماخو به هرچاته خاموشي کړه
حوصله مې لکه غروه باک مې نه وو
تل مې لُو وړې بلاته خاموشي کړه
اسرافیله!هدیرې مو کړه راويښې
پښتنو اوس امریکا ته خاموشي کړه
فکرمل به په هغه ورځې شهید وي
بس چه کله یې دنياته خاموشي کړه



