جمعه, اپریل 17, 2026
کابل ټکی کام
Advertisement
  • کور پاڼه
  • خبرونه
    • راپور تاژ
    • افغانستان
    • نړۍ
    • لوبه
  • سرمقاله
  • تبصرې
  • اسلام
  • مقالې
  • ټولنه او اجتماع
  • ادب
  • روغتيا
  • په زړه پورې معلومات
  • اړيکه
No Result
View All Result
  • کور پاڼه
  • خبرونه
    • راپور تاژ
    • افغانستان
    • نړۍ
    • لوبه
  • سرمقاله
  • تبصرې
  • اسلام
  • مقالې
  • ټولنه او اجتماع
  • ادب
  • روغتيا
  • په زړه پورې معلومات
  • اړيکه
No Result
View All Result
کابل ټکی کام
No Result
View All Result
Home خبرونه

چارواکي: دوه ولايتونه او ګڼې ولسوالۍ سقوط ته نږدې دي

ح جلال نشرونکی: ح جلال
مې 14, 2018
کټګوریانې: خبرونه, راپور تاژ
0
652
ځلې شریک شوی
684
کتونکي
Share on FacebookShare on Twitter

راپورتاژ: الماس خدرخېل —– چارواکي وايي، د فارياب او غزني دواړه ولايتونه احتمالي سقوط ته نږدې شوي او ښايي په نږدې وخت کې د طالبانو لاسته ولوېږي.

د غزني د ولايتي شورا غړی غلام حسين چنګيز وايي، د قره باغ، اندړ او د دغه ولايت يو شمير نورې ولسوالۍ له سختو امنيتي ګواښونو سره مخ دي.

دا هم ولولئ

عبدالملک حوثي: د ایران پرضد د امریکا-اسرائیلو د بریدونو موخه د اسلامي نظام نسکورول و

د معیار او کیفیت اداره: اسلام‌کلا کې ۴۰ ټنه بې‌کیفیته اوسپنه بېرته وګرځول شوه

امریکا له ایران د اوربند غځولو غوښتنه کړې

نوموړی وايي، که د غزني امنيتي وضعيت ته جدي پاملرنه ونه شي ښايي ټول ولايت سقوط وکړي او د طالبانو لاسته ولوېږي.

وړمه ورځ د اندړو ولسوالۍ ولسوال محمدقاسم ويلي و چې ولسوالۍ يې د طالبانو له لوري کلابنده ده او که دولت همکاري ونه کړي ښايي ډېر ژر سقوط وکړي.

له بله پلوه طالبانو د اندړ ولسوالۍ په نږدې سيمو کې خطونه غوځولي او د اندړو پوليسو ته يې ويلي (که تسليم شوۍ ژوند به مو په امن کې وي).

په عين حال کې يو شمير حکومتي سرچينې وايي، طالبانو د غزني ښار کلابند کړی او د ښار په څو کيلو مترۍ کې فعالیت کوي چې وخت ناوخت په امنيتي پوستو بريدونه هم کوي.

ويل کېږي، له تېرې يوې اوونۍ راهيسې د غزني ښار شاوخوا له لسو زياتې امنيتي پوستې پوليسو پرېښي او ځينې يې طالبانو نيولي دي.

په ورته وخت کې د فارياب د ولايتي شورا رئيس محمد طاهر رحماني او مرستيال يې صبغت الله سيلاب د دې ولايت د احتمالي سقوط خبرداری ورکوي وايي، له مرکز پرته نورې ټولې سيمې د طالبانو په ولکه کې دي او دمګړۍ د کوهستان، پښتونکوټ، المار، خواجه سبزپوش، شيرين تګاب او دولت اباد ولسوالۍ تر امنيتي ګواښ لاندي دي.

د فارياب ولايتي شورا وايي، له څلورو ولسواليو پرته د دغې ولايت ۹۹ سلنه خاوره باندې طالبان واکمن دي او پاتې سيمې هم سقوط ته نږدې شوي دي.

دوی وايي، له تېرو څو ورځو راهيسې طالبانو خپل بريدونه زيات کړي چې په ترڅ کې يې له پنځوسو زیات عسکر وژل شوي او لسګونه نور طالبانو ژوندي نيولي دي.

له بله پلوه د غور اوسېدونکي وايي، چې د شهرک ولسوالۍ طالبانو کلابنده کړې او ښايي ډېر ژر د طالبانو لاسته ولوېږي.

دغه راز وړمه ورځ د زابل د ولايتي شورا رئيس عطاجان حق بيان وويل، طالبانو په ارغنداب ولسوالۍ کې د پوليسو څو پوستې ونيولې چې دوه ويشت پوليس پکې ووژل شول او اووه تنه نور ټپيان شول.

نوموړي وويل، طالبانو په دایچوپان، مېزانه، ارغنداب، نوبهار او يو شمير نورو ولسواليو کې بريدونه پيل کړي او که پر وخت مرسته ونه شي ښايي دغه ولسوالۍ سقوط وکړی.

له وړمې شپې راهيسې طالبانو په خاص روزګان ولسوالۍ کې په امنيتي پوستو بريدونه کړي چې دوه ستر پوځي مرکزونه او څو پوستې يې نيولي دي.

ازادي راډيو ته يې تېره ورځ سرچينو ويلي و، چې د طالبانو په بريدونو کې د ملي اردو اووه ويشت عسکر وژل شوي او يو شمير نور لادرکه دي.

د خاص روزګان چارواکي هم د دغې ولسوالۍ د سقوط اندېښنه څرګندوي وايي، نظامي پرسونل يې کم شوی او نور عسکر نه دي وررسېدلي که وضعيت همداسې دوام پيدا کړي ښايي ولسوالۍ يې له لاسه ووځي.

طالبانو د نويو پسرلنيو (الخندق) عملياتو له پيل راهيسې د بغلان تاله برفک، د بدخشان کوهستان، د فارياب بل چراغ ولسواليو د نيولو سربيره لسګونه ستر او کوچني پوځي مرکزونه او پوستې هم نيولي چې لسګونه عسکرو ته پکې مرګ ژوبل اوښتې او د هغوی زرګونه ميله وسلې، پوځي مهمات او نقليه وسایط د طالبانو لاسته لوېدلي دي.

دا په داسې حال کې ده، چې د افغانستان د نيم حکومت مشر اجرائيه رئيس ډاکټر عبدالله نن يوې غونډې ته د وينا پر مهال د بغلان، کندز، فاریاب، بدخشان او یو شمیر نورو ولایتونو کې وروستیو ناامنیو ته په اشارې وویل ” خپل امنیتي ځواکونه مو وژنې ته وړاندې کړي، مسئول يې څوک دی؟”

عبدالله وويل، حکومت سيمه ييز پوليس او اربکيان جوړ کړل خو له هغوی يې سالمه استفاده ونه کړه او اوس يې امنيتي ادارې او حکومتي چارواکي هيڅ ملاتړ نه کوي.

مخکینې مطلب

امریکا په افغانستان کې.. د روسي برخلیک پر لار

بل مطلب

طالبان: بیت المقدس ته د امریکایي سفارت لیږد،  له دولتي تروریزم څخه د ملاتړ په معنا ده

ځانګړي مطالب

خبرونه

عبدالملک حوثي: د ایران پرضد د امریکا-اسرائیلو د بریدونو موخه د اسلامي نظام نسکورول و

نشرونکی: احسان تکل
اپریل 16, 2026
افغانستان

د معیار او کیفیت اداره: اسلام‌کلا کې ۴۰ ټنه بې‌کیفیته اوسپنه بېرته وګرځول شوه

نشرونکی: ح جلال
اپریل 16, 2026
خبرونه

امریکا له ایران د اوربند غځولو غوښتنه کړې

نشرونکی: احسان تکل
اپریل 16, 2026
خبرونه

پر اوکرایین د روسیې بریدونه؛ ګڼو کسانو ته مرګ ژوبله اوښتې

نشرونکی: احسان تکل
اپریل 16, 2026
افغانستان

بلخ کې د ۵۲۳ میلیونه افغانیو په لګښت د برېښنا دوې پروژې بشپړې او د بلې کار پیل شو

نشرونکی: ح جلال
اپریل 16, 2026

ځواب دلته پرېږدئ ځواب لرې کړه

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

This site uses Akismet to reduce spam. Learn how your comment data is processed.

وروستي

عبدالملک حوثي: د ایران پرضد د امریکا-اسرائیلو د بریدونو موخه د اسلامي نظام نسکورول و

نشرونکی: احسان تکل
اپریل 16, 2026
0

د معیار او کیفیت اداره: اسلام‌کلا کې ۴۰ ټنه بې‌کیفیته اوسپنه بېرته وګرځول شوه

نشرونکی: ح جلال
اپریل 16, 2026
0

امریکا له ایران د اوربند غځولو غوښتنه کړې

نشرونکی: احسان تکل
اپریل 16, 2026
0

پر اوکرایین د روسیې بریدونه؛ ګڼو کسانو ته مرګ ژوبله اوښتې

نشرونکی: احسان تکل
اپریل 16, 2026
0

بلخ کې د ۵۲۳ میلیونه افغانیو په لګښت د برېښنا دوې پروژې بشپړې او د بلې کار پیل شو

نشرونکی: ح جلال
اپریل 16, 2026
0

په مزارشریف کې د ۱۵ میلیونه ډالرو په لګښت د زرګرانو لپاره د ستر سوداګریز مارکېټ د جوړولو چارې پیل شوې

نشرونکی: ح جلال
اپریل 16, 2026
0

سپاه پاسداران: د امریکا سمندري محاصره ناکامه ده په هرمز تنګي بشپړ کنټرول لرو

نشرونکی: احسان تکل
اپریل 16, 2026
0

افغانستان او مرکزي اسیا ته د روسیې او بلاروس د نفتي موادو واردات ۵۰ سلنه زیات شوي

نشرونکی: ح جلال
اپریل 16, 2026
0

د مهاجرينو کمېسیون: تېره ورځ ۸۲۴ کډوالې کورنۍ هېواد ته راستنې او اړينې مرستې ورسره وشوې

نشرونکی: ح جلال
اپریل 16, 2026
0

د صهیونیستي رسنیو اعتراف؛ د لبنان اسلامي مقاومت سره نښتو کې سلګونه پوځیان ټپیان شوي

نشرونکی: احسان تکل
اپریل 16, 2026
0

ډیر کتل شوي

  • امریکا له ایران د اوربند غځولو غوښتنه کړې

    10 شریک شوي
    شریکول 4 Tweet 3
  • سپاه پاسداران: د امریکا سمندري محاصره ناکامه ده په هرمز تنګي بشپړ کنټرول لرو

    9 شریک شوي
    شریکول 4 Tweet 2
  • د معیار او کیفیت اداره: اسلام‌کلا کې ۴۰ ټنه بې‌کیفیته اوسپنه بېرته وګرځول شوه

    8 شریک شوي
    شریکول 3 Tweet 2
  • پر اوکرایین د روسیې بریدونه؛ ګڼو کسانو ته مرګ ژوبله اوښتې

    8 شریک شوي
    شریکول 3 Tweet 2
  • بلخ کې د ۵۲۳ میلیونه افغانیو په لګښت د برېښنا دوې پروژې بشپړې او د بلې کار پیل شو

    7 شریک شوي
    شریکول 3 Tweet 2
کابل ټکی کام

کابل ټکی کام په اړه

کابل ټکی کام یوه ازاده او خپلواکه وېبپاڼه ده
په کابل ټکی کام کې نشر شوي لیکنې او تبصرې یوازي د لیکوالو نظر څرګندوي، زموږ د ویبپاڼې توافق ورسره شرط نه دی .
-----------------------------------
Kabull.com is an independent news
website in Afghanistan

Commentaries and articles published here, represent the views of their authors solely. They do not reflect the editorial policy of the website

زموږ بريښنالیک ادرس
kabullnews@gmail.com

ورځې وجــــــــــــيزه

هیڅوک به له تاسې څخه جنت ته داخل نشي، څو چې د کامل ایمان خاوندان نه شۍ کیدای شي څو چې په خپل منځ کې مینه او ورورولي ټینګه نه کړی. (رسول اکرم صلی الله علیه وسلم)

نشرونکی: محب الله عاطف
دسمبر 16, 2019

تازه خپاره شوي مطالب

عبدالملک حوثي: د ایران پرضد د امریکا-اسرائیلو د بریدونو موخه د اسلامي نظام نسکورول و

د معیار او کیفیت اداره: اسلام‌کلا کې ۴۰ ټنه بې‌کیفیته اوسپنه بېرته وګرځول شوه

امریکا له ایران د اوربند غځولو غوښتنه کړې

پر اوکرایین د روسیې بریدونه؛ ګڼو کسانو ته مرګ ژوبله اوښتې

بلخ کې د ۵۲۳ میلیونه افغانیو په لګښت د برېښنا دوې پروژې بشپړې او د بلې کار پیل شو

په مزارشریف کې د ۱۵ میلیونه ډالرو په لګښت د زرګرانو لپاره د ستر سوداګریز مارکېټ د جوړولو چارې پیل شوې

سپاه پاسداران: د امریکا سمندري محاصره ناکامه ده په هرمز تنګي بشپړ کنټرول لرو

افغانستان او مرکزي اسیا ته د روسیې او بلاروس د نفتي موادو واردات ۵۰ سلنه زیات شوي

د مهاجرينو کمېسیون: تېره ورځ ۸۲۴ کډوالې کورنۍ هېواد ته راستنې او اړينې مرستې ورسره وشوې

© کابل ټکی کام 2019, د کاپي حقوق محفوظ دی | Kabull.com