پنجشنبه, اپریل 23, 2026
کابل ټکی کام
Advertisement
  • کور پاڼه
  • خبرونه
    • راپور تاژ
    • افغانستان
    • نړۍ
    • لوبه
  • سرمقاله
  • تبصرې
  • اسلام
  • مقالې
  • ټولنه او اجتماع
  • ادب
  • روغتيا
  • په زړه پورې معلومات
  • اړيکه
No Result
View All Result
  • کور پاڼه
  • خبرونه
    • راپور تاژ
    • افغانستان
    • نړۍ
    • لوبه
  • سرمقاله
  • تبصرې
  • اسلام
  • مقالې
  • ټولنه او اجتماع
  • ادب
  • روغتيا
  • په زړه پورې معلومات
  • اړيکه
No Result
View All Result
کابل ټکی کام
No Result
View All Result
Home مقالې

مونږ څه کولی شو؟

عبد الهادي همت نشرونکی: عبد الهادي همت
مې 15, 2018
کټګوریانې: مقالې, مهم
0
235
ځلې شریک شوی
230
کتونکي
Share on FacebookShare on Twitter

 

مولوی فضل ربی  (کوه صافی وال)

دا هم ولولئ

عبدالملک حوثي یمني ځواکونو او مقاومت محور ته: اوږدې جګړې ته چمتو اوسئ

ولسمشر ټرمپ: ایران سره به مذاکرات راتلونکو ۷۲ ساعتونو کې پیل شي

د امریکا د سمندري ځواکونو وزیر استعفا وکړه

حضرت عمر رضی الله عنه فرمايي : إنا كنا أذلَّ قومٍ فأعزَّنا اللهُ بالإسلام، فمهما نَطلب العزَّ بغير ما أعزَّنا اللهُ به أذلَّنا اللهُ . رواه الحاکم فی المستدرک

ژباړه : مونږ یو ذلیل کوم وو بیا الله تعالی مونږ ته په اسلام سره عزت راکړ او کله هم چې مونږ په بل شي کې عزت ولټولو بیا به مو الله تعالی ذلیل کوي .

تردې زیات ذلت به نور څنګه وي چې اوس مسلمانان پداسې حالت کې دي چې کفار هر وخت په مسلمانانو په زغرده او په بې پرواهي سره کله د هغوی په ملکونو ، کله د هغوی په ځانونو ، کله د هغوی په روحیاتو تیری کوي او هېڅ باک ورباندې نه راوړي ، او ددې تیری نه هېڅ د عاقبت د خطر تصور نه کوي د حضرت عمر رضی الله تعالی عنه خبره بالکل صحیح ده چې مسلمانانو ته الله تعالی په اسلام سره عزت ورکړی دی او همدا عزت یې بس دی او که کله هم مسلمانان په بل شي کې عزت ولټوي الله تعالی به یې ذلیل کړي که اوس هم مسلمانان هغه شان له اسلام سره نېږدې وی لکه د صحابه کرامو او تابعینو په وخت کې نو نن به یې هماغه شان په دنیا باندې رعب پروت وو .

د حضرت ثوبان رضی الله عنه څخه روایت دی هغه فرمایی رسول الله صلی الله علیه وسلم وفرمایل : زر ده داسې یو وخت به راشي چې نور امتونه به پتاسې باندې داسې سره را ټولیږي لکه خوراک کوونکي چې په کاسه ور ټولیږي یو چا ورته وویل : آیا دا به ددې امله وي چې مونږ به کم وو؟ رسول الله صلی الله علیه وسلم وفرمایل :  نه تاسې به پدې وخت کې  ډېر وی بلکه داسې به وی لکه د سیل په سر ځږ (چې کومې خوا ته یې سیل وړی سپک او بې اهمیته وي) او الله تعالی به د دښمن له زړونو څخه ستاسې رعب وباسې او ستاسې په زړونو کې به وهن  در واچوي ، کمزوری به در واچوي چا ورته وویل : دا وهن څه شی دی؟ رسول الله صلی الله علیه وسلم وفرمایل : وهن د دنیا مینه او دمرګ نه کرکه . سنن ابی داود

یعنی ستاسې په زړونو کې به د دنیا مینه ځای پر ځای شی له مرګ نه به مو په زړه کې وېره پیدا شي نو کفار به بیا پر تاسې برلاسی شي .

که مونږ د اسلام د شروع د وخت غزواتو ته وګورو په هره غزوه کې مسلمانان د کفارو نه په څو چنده په تعداد کې کم او په اسبابو کې به کمزروي وو لکن بیا هم فتحه د مسلمانانو وه ، هغوی زمونږ نه په بدنونو کې ، اندامونو کې ، روحونو کې بدل نه وو بلکه صرف هغوی پدې کې له مونږ نه بېل وو چې هغوی د اسلام پوره پابند وو ، د اسلامي  غیرت نه ډک وو ، د شهادت مرګ ورته د دنیا له ژوند نه په څو ځله غوره ښکاره کېدو او اوس هم داسې ځوانان شته الله تعالی د کامیاب کړي الله تعالی د ډیر کړی لکن افسوس چې مونږ نه یو ….

پرونۍ واقعه د امریکا د سفارت انتقال بیت المقدس ته حلالوونکې واقعه ده ..

دردوونکې ده ، خفه کوونکې ده ، ځوروونکې ده خو مونږ څه کولی شو؟

مونږ خو مړه یو مونږ هېڅ هم نشو کولی  دا هم نشو کولی چې دې خپل زړه ته دا خبره ور واچوو چې دا بیت المقدس نه دا زما کور غصب شوی دی ،  ځکه خو زمونږ زړونه هم پدې اړه درد نه کوي راځئ چې له خپل ځان سره د خپل ایمان اندازه معلومه کړو .

کله چې مونږ د بیت المقدس د غصب نه خبر شوو آیا زړه مو داسې درد وکولو لکه زمونږ خپل کور چې غصب شوی وی؟

کله مو چې یوه فلسطینۍ مېرمن لیده چې ټایرونه یې په لاس کې وو او د مظاهري ځای ته یې د سوزلو لپاره وړل داسې مو محسوس کړه لکه دا چې زمونږ سکه خور وي؟

کله مو چې ولیدل چې ۳۵ کسان په شهادت ورسېدل داسې زړه مو ورباندې و دردېدلو لکه هغه هم چې زمونږ وروڼه وي؟  که دومره نه وي آیا دومره زړه مو ورباندې درد وکولو لکه د افغانانو په شهادت مو چې زړه درد کوي؟

پرون مو یو معذور ولیدو چې د معذورانو په باییسکل ناست د الله تعالی په وړاندې د خپل ایمان امتحان ورکوي او په اسرائیلو د کاڼو ګذارونه کوي د هغه تصویر په لیدلو مو زړه دردمن شو؟ بې اختیاره آه مو له خولې ووتلو؟

که چېرته ددې جوابونه زمونږ هو!  وي نو بیا لا تر اوسه بیا هم ژوندي یو ، زمونږ په احساس کې لا تر اوسه ساه چلیږي .

که هېڅ نشو کولی .

نو د ا خو کولی شو چې په اخلاص سره د زړه له کومي خپل رب ته لاس لپه کړو پداسې مینه ورڅخه دعا وکوو لکه زمونږ په خپل شخصی حریم چې چا تیری کړي وي له الله تعالی نه غواړو چې هغه را خلاص کړي ، په مونږ چې څوک شخصی ظلم وکوی د هغه لپاره څنګه د زړه له کومي ښیرا کوو؟ راځه چې په هغه مینه ، جذبه او احساساتو کې د امریکا، اسرائیلو او کفارو لپاره ښیرا او د بیت المقدس او فلسطین د ازادي لپاره دعاء وغواړو .

تر هرڅه مهمه داده چې زمونږ په زړونو کې داسې احساس پیدا شي چې له امله یې مونږ د اسلامي امت په درد باندې داسې دردمن شو لکه زمونږ شخصي درد چې وي .

الله تعالی د ماته زما لوستونکو او ټولو دوستانو ته رښتونی ایمان را په برخه کړي چې دا احساس یې ملګري وی چې ټول اسلامي امت لکه د یوه بدن داسې دی چې په یوه اندام درد وي ټول بدن ورسره نا قراره وي .

مخکینې مطلب

شک روژه

بل مطلب

ولسمشر غني د لوګر ولايت ته تللی

ځانګړي مطالب

خبرونه

عبدالملک حوثي یمني ځواکونو او مقاومت محور ته: اوږدې جګړې ته چمتو اوسئ

نشرونکی: احسان تکل
اپریل 23, 2026
خبرونه

ولسمشر ټرمپ: ایران سره به مذاکرات راتلونکو ۷۲ ساعتونو کې پیل شي

نشرونکی: احسان تکل
اپریل 23, 2026
خبرونه

د امریکا د سمندري ځواکونو وزیر استعفا وکړه

نشرونکی: احسان تکل
اپریل 23, 2026
خبرونه

ولسمشر پزشکیان: بې باوري او فشارونه د مذاکراتو مخنیوی کوي

نشرونکی: احسان تکل
اپریل 23, 2026
خبرونه

د پنټاګون ارزونې: ایران لا هم قوي پوځي وړتیاوې لري

نشرونکی: احسان تکل
اپریل 22, 2026

ځواب دلته پرېږدئ ځواب لرې کړه

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

This site uses Akismet to reduce spam. Learn how your comment data is processed.

وروستي

ملا امير خان متقي: افغانستان کې د نړيوالو ورزشي سیالیو ترسره کېدل ستر ویاړ دی

نشرونکی: ح جلال
اپریل 23, 2026
0

په کابل کې د اووه هېوادونو په ګډون د دودیزې غېږنیونې نړیوالې سیالۍ پیل شوې

نشرونکی: ح جلال
اپریل 23, 2026
0

افغان پلاوي د اذربایجان ترانسپورت وزارت مرستیال سره د ترانزیټي او ترانسپورتي اسانتیاوو په اړه خبرې کړي

نشرونکی: ح جلال
اپریل 23, 2026
0

هلمند: د شوراب ساحوي روغتون ودانۍ تر بیارغونې وروسته بېرته فعاله او ګټې اخیستنې ته وسپارل شوه

نشرونکی: ح جلال
اپریل 23, 2026
0

لوګر کې د ۲۳ میلیونه افغانیو په لګښت د يوه پل د جوړولو چارې پیل شوې

نشرونکی: ح جلال
اپریل 23, 2026
0

عبدالملک حوثي یمني ځواکونو او مقاومت محور ته: اوږدې جګړې ته چمتو اوسئ

نشرونکی: احسان تکل
اپریل 23, 2026
0

ولسمشر ټرمپ: ایران سره به مذاکرات راتلونکو ۷۲ ساعتونو کې پیل شي

نشرونکی: احسان تکل
اپریل 23, 2026
0

د امریکا د سمندري ځواکونو وزیر استعفا وکړه

نشرونکی: احسان تکل
اپریل 23, 2026
0

ولسمشر پزشکیان: بې باوري او فشارونه د مذاکراتو مخنیوی کوي

نشرونکی: احسان تکل
اپریل 23, 2026
0

د پنټاګون ارزونې: ایران لا هم قوي پوځي وړتیاوې لري

نشرونکی: احسان تکل
اپریل 22, 2026
0

ډیر کتل شوي

  • امریکا غواړي د پوځ ژباړونکي او پخواني افغان کمانډويان له قطره کانګو ته ولېږدوي

    11 شریک شوي
    شریکول 4 Tweet 3
  • الجزیره: د نړیوالو سترګې مجتبی خامنه‌اي ته دي چې امریکا سره د مذاکراتو اجازه ورکوي کنه

    8 شریک شوي
    شریکول 3 Tweet 2
  • د آریانا افغان هوايي شرکت نوې B737-500 الوتکه کابل ته راورسېده

    8 شریک شوي
    شریکول 3 Tweet 2
  • د پنټاګون ارزونې: ایران لا هم قوي پوځي وړتیاوې لري

    7 شریک شوي
    شریکول 3 Tweet 2
  • ټرمپ له ایران سره اوربند غځولی؛ تهران د سمندري محاصرې دوام «جګړه‌ییز اقدام» بولي

    7 شریک شوي
    شریکول 3 Tweet 2
کابل ټکی کام

کابل ټکی کام په اړه

کابل ټکی کام یوه ازاده او خپلواکه وېبپاڼه ده
په کابل ټکی کام کې نشر شوي لیکنې او تبصرې یوازي د لیکوالو نظر څرګندوي، زموږ د ویبپاڼې توافق ورسره شرط نه دی .
-----------------------------------
Kabull.com is an independent news
website in Afghanistan

Commentaries and articles published here, represent the views of their authors solely. They do not reflect the editorial policy of the website

زموږ بريښنالیک ادرس
kabullnews@gmail.com

ورځې وجــــــــــــيزه

هیڅوک به له تاسې څخه جنت ته داخل نشي، څو چې د کامل ایمان خاوندان نه شۍ کیدای شي څو چې په خپل منځ کې مینه او ورورولي ټینګه نه کړی. (رسول اکرم صلی الله علیه وسلم)

نشرونکی: محب الله عاطف
دسمبر 16, 2019

تازه خپاره شوي مطالب

ملا امير خان متقي: افغانستان کې د نړيوالو ورزشي سیالیو ترسره کېدل ستر ویاړ دی

په کابل کې د اووه هېوادونو په ګډون د دودیزې غېږنیونې نړیوالې سیالۍ پیل شوې

افغان پلاوي د اذربایجان ترانسپورت وزارت مرستیال سره د ترانزیټي او ترانسپورتي اسانتیاوو په اړه خبرې کړي

هلمند: د شوراب ساحوي روغتون ودانۍ تر بیارغونې وروسته بېرته فعاله او ګټې اخیستنې ته وسپارل شوه

لوګر کې د ۲۳ میلیونه افغانیو په لګښت د يوه پل د جوړولو چارې پیل شوې

عبدالملک حوثي یمني ځواکونو او مقاومت محور ته: اوږدې جګړې ته چمتو اوسئ

ولسمشر ټرمپ: ایران سره به مذاکرات راتلونکو ۷۲ ساعتونو کې پیل شي

د امریکا د سمندري ځواکونو وزیر استعفا وکړه

ولسمشر پزشکیان: بې باوري او فشارونه د مذاکراتو مخنیوی کوي

© کابل ټکی کام 2019, د کاپي حقوق محفوظ دی | Kabull.com

No Result
View All Result
  • کور پاڼه
  • خبرونه
    • راپور تاژ
    • افغانستان
    • نړۍ
    • لوبه
  • سرمقاله
  • تبصرې
  • اسلام
  • مقالې
  • ټولنه او اجتماع
  • ادب
  • روغتيا
  • په زړه پورې معلومات
  • اړيکه

© کابل ټکی کام 2019, د کاپي حقوق محفوظ دی | Kabull.com