ولسمشر غني د لوګر ولايت ته تللی

(کابل ټکی کام، ۱۳۹۷، غویی ۲۵) د ګډ حکومت مشر محمد اشرف غني نن سهار د يوه لوړ پوړي پلاوي په مشرۍ د امنيت ارزونې په موخه د لوګر ولايت ته رسېدلی دی.

نوموړي، په لوګر کې د ۲۲۰ کیلو ولټه برېښنا مزی او ارغندي – لوګر سب سټېشن، د یاد ولایت د مسوولینو او قومي مشرانو په موجوديت کې پرانيست.

ولسمشر غني د سب سټېشن پرانيست غونډې پر مهال ووي، د دغې سب سټيشن په پرانيستې سره به د ۱۳ زرو کورونو سربيره سوداګريزې او صنعتي سيمو ته هم برېښنا ورسول شوي.

د کابل له ارغندي څخه د لوګر له لارې جنوب ختيځو ولايتونو ته د يادې برېښنا څلور سب سټيشنونه جوړ شوي دي.

د يادې پروژې کارونه په ۱۳۹۴هجري لمریز کال د ميزان په مياشت کې پيل شوي چې لا هم دغه پروژه نه ده بشپړه شوې.

مربوطه مطالب

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

This site uses Akismet to reduce spam. Learn how your comment data is processed.

Back to top button