(کابل ټکی کام، ۱۳۹۷، غویی ۲۹) د غزني ولايت د اجرستان ولسوالۍ ولسوال حمدالله ځايي رسنيو ته ويلي، که تر نن غرمې مرسته ور ونه رسېږي طالبانو ته به تسليم شي.
نوموړی د يک تلويزيون ته ويلي، چې له وړمې ورځې راهيسې په ياده ولسوالۍ جګړه روانه ده چې تر دې دمه پکې اتلس عسکر وژل شوي او اته نور ټپيان دي زياتوي که تر نن غرمې پورې ورسره مرسته ونه شي نو ځان او ولسوالۍ به طالبانو ته تسليم کړي.
په عين حال کې د غزني ولايتي شورا وايي، وړمه ورځ د يادې ولسوالۍ پر ودانۍ او امنيتي پوستو بريدونه پيل شوي چې لاهم ادامه لري، په ترڅ کې يې دوه ويشت عسکر وژل شوي او اته تنه نور ټپيان دي.
دغه راز د ولايتي شورا غړی حسن رضا يوسفي وايي، په زنه خان او جغتو ولسواليو هم بريدونه شوي چې له کبله يې ديارلس عسکر په زنه خان، نهه پوليس په جغتو کې وژل شوي او پنځه ويشت تنه نور ټپيان دي.
طالبانو هم دغه بريدونه تاييد کړي او رسنيو ته يې په لېږلې خبرپاڼې کې ويلي، چې د يادو بریدونو پر مهال د یو شمير پوځي مرکزونو د نيولو سربيره لسګونه ميله وسلې، پوځي مهمات او مرمۍ هم طالبانو نيولي او لسګونه عسکرو ته يې مرګ ژوبله اړولې ده.


















