افغانستان ته د برتانوي عسکرو د راستولو په اړه د طالبانو غبرګون

طالبان برتانيې ته: عسکر به مو وژل شوي، معيوب او رواني ناروغان درستانه شي

(کابل ټکی کام، ۱۳۹۷، غویی ۲۹) وړمه ورځ راپورونه ورکړل شول چې برتانيه غواړي په افغانستان کې د خپلو ځواکونو شمير زيات کړي او څلور سوه نور عسکر هم راوليږي.

د برتانيا چاپ ګارډین ورځپاڼې تازه په يو مطلب کې ليکلي چې افغانستان ته د نورو برتانيايي پوځيانود لېږلو مسئله د امریکا د ولسمشر ډونالډ ټرمپ تر غوښتنې وروسته مطرح شوې ده.

ويل کېږي، د برتانيې د دفاع وزارت هم افغانستان ته د څلور سوو امريکايي عسکرو د رالېږلو اعلان کړی دی.

طالبانو افغانستان ته د نورو برتانوي عسکرو په رالېږلو غبرګون ښودلی او د ذبيح الله مجاهد له لوري رسنيو ته په لېږلې د (اسلامي امارت) په اعلاميه کې راغلي، چې د ټرمپ د جنګي ستراتيژۍ له ناکامۍ وروسته امريکا غواړي د برتانويانو په رالېږلو خپله ماتې جبران کړي.

په اعلاميه کې، برتانوي حکومت ته ورياده شوې چې افغانستان ته د نورو عسکرو له راستولو مخکې دې “په افغانستان د څلور ځلې پوځي یرغل او د میوند، لته بند او هلمند په ډګرونو د پېښو شویو وقائعو تاریخ دې په دقت وګوري تر څو د راتلونکي پوځي ستراتيژۍ په ټاکلو کې ور څخه استفاده وکړي.”

اعلاميه کې د نړيوالو پوځي کارپوهانو له قوله ويل شوي چې د افغانستان موضوع پوځي حل نه لري او نه هم په زور سره په دغې هېواد کې حکومت ټينګېدلای شي زياتوي چې دې حقيقت ته په کتو د ناټو ډیری غړو هېوادونو خپل عسکر وايستل.

طالبانو د برتانيې پر حکومت غږ کړی چې ” د افغانستان په بې ګټې او ناکامه امریکايي جګړه کې دې ځان له بیا ښکیلتیا څخه وژغوري.”

دغه راز طالبانو په برتانوي ولس غږ کړی، که اولادونه مو د افغانستان جګړې ته راولېږل نو له دې خوا به ” بې روحه اجساد، معیوب لاشونه او په رواني ناروغیو اخته په مړژوانده حالت کې بیرته برتانیا ته درستانه شي.”

له ۲۰۰۱م کال راهيسې د افغانستان په جګړه کې سلګونه برتانوي پوځيان وژل شوي او له زرو زيات ټپيان شوي هم دي.

بریتانیا اوس مهال په افغانستان کې شپږ سوه پوځيان لري چې ډېری یې په دغه هېواد کې د ناټو د غوڅ ملاتړ ماموریت مخته بیایي او وخت ناوخت په ځينو هوايي او ځمکنيو عملياتو کې هم ګډون کوي.

مربوطه مطالب

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

This site uses Akismet to reduce spam. Learn how your comment data is processed.

Back to top button