پر فراه ولایت د برید په اړه د افغان او امریکایي چارواکو ادعاوې او د طالبانو سپیناوی
(کابل ټکی کام ۱۳۹۷ غویی ۲۹)
نن د فراه ولایت ته د کورنیو چارو او دفاع وزیرانو په ګډون په افغانستان کې د امریکایي ځواکونو عمومي قوماندان جنرال جان نیکولسن او د ملي امنیت مشر معصوم ستانکزی هم تللي و، او پر دې ولایت د طالبانو د وروستي برید په تړاو یې خپل سپیناوی وکړ.
د دفاع وزیر طارق شاه بهرامي په فراه کې وروستۍ شخړې ‘د اوبو پرسر وبلله او په نامستقیم ډول یې د فراه د وروستیو بریدونو ترشا د ایران لاسونه وبلل.
بهرامي که څه هم تر دې وړاندې په فراه کې د ایران ښکیلتیا رد کړې وه، خو د امریکایي چارواکو تر ادعا وروسته نوموړي هم خپل لیدلوری بدل کړ او زیاته یې کړه؛ امریکایي دوستانو وویل د سلما بند له جوړېدو وروسته او د بخش اباد بند د کار لومړي پړاو کې افغان حکومت له یوه نوي ‘دښمن’ سره مخامخ شو.
امریکایي قوماندان که څه هم دا ځل د جګړې په کیفیت ونه غږیده خو پر حکومت یې غږ وکړ چې طالبانو د ځینو ګاونډویو هیوادونو په ملاتړ پر تاسو حمله کوي او زیاته یې کړه چې، تر راتلونکې جون او جولای میاشتو پورې به افغانستان ته ۵۰ نورې نوې بلک هاک الوتکې ورکړي.
د ملي امنیت رئیس معصوم ستانکزي بیا دا دګټو جګړه بللې او په خبره یې چې دا جګړې یواځې د دیپلوماسۍ له لارې حل کیږي.
خو طالب ویاند بیا د چارواکو ادعا مطلق رد کړې او ویلي یې دي چې د دوی جګړه یواځې د امریکایانو د نظامي شتون پرضد ده او بر چارواکو یې غږ کړی چې باید حقایق ومني ،“ تنها داوبو مسئله مهمه نه ده، زموږ ټوله خاوره، فضا او اوبو دغو امریکایانو یرغمل کړي دي.“
مجاهد په خپل ټویټ کې په غونډه کې د امریکا د ایښودل شوي بیرغ او امریکایي قوماندان جنرال نیکولسن ته په اشارې سره ویلي حکومتي چارواکي دې ځانونه نه تیرباسي، جګړه داوبو په سر نه، بلکې جګړه د دغه بیرغ او دغه کس په سر ده“



