کډوالو وزارت: په تېرو پنځو مياشتو کې سل زره کسان بې ځايه شوي دي

(کابل ټکی کام، ۱۳۹۷، غویی ۳۰) د کډوالو او بېرته راستنېدونکو چارو وزارت وايي، د ۲۰۱۸م کال په لومړيو پنځو مياشتو کې په هېواد کې له سل زره څخه زيات کسان بې ځايه شوي دي.
د کډوالو او بېرته راستنېدونکو چارو وزارت د بېځایه شویو عمومي رئيس مهرخدا صبار وايي، تر ټولو زيات کسان په کندوز، بغلان، فارياب، سرپل، ننګرهار، هلمند او فراه ولايتونو کې بې ځايه شوي دي.
د صبار په خبره، د خلکو د بې ځايه کېدو ستر لامل جګړې او نا امني ده چې خلک يې خپلو کورونو او کليو پرېښودلو ته اړ کړي زياتوي چې نږدې په سلو کې درېيمه برخه خلک سږ کال د نا امنيو له کبله بې ځايه شوي دي.
کډوالو وزارت په داسې حال کې د لسګونه زره کسانو د بې ځايه کېدو خبر ورکوي چې ډيری کورنۍ د هېواد په بېلابېلو سيمو کې سرپناه نه لري او په خراب وضعيت کې ژوند کوي.
څو ورځې مخکې د کډوالو چارو وزارت ويلي و چې له ايران څخه هم له يو لک څخه زيات کډوال په زوره افغانستان ته شړل شوي چې ډيری يې په سختو حالاتو کې ژوند کوي.
په عين حال کې کابل، هرات او روزګان کې يو شمیر بې ځايه شوي کورنۍ وايي چې د حکومت له لوري ورسره لازمه مرسته نه ده شوې او د دوی د کورنۍ غړي بې کاره دي چې له کبله يې ورځ تر بلې د فقر او بې وزلۍ له کبله خلک د ژوند له مشکلاتو سره مخ کېږي.
په وروستيو کې په هېواد کې د زياتېدونکو نا امنيو، بې کارۍ، فقر او ګڼو ستونزو له کبله سلګونه زره افغانانو خپل هېواد پرېښود او نورو هېوادونو ته په قاچاقي لارو واوښتل چې ډیری کسانو پکې خپل ژوند له لاسه ورکړ.



