د مشرانو جرګې غړي، امریکایان په امنیتي تړون عمل ته هڅوي

 

(کابل ټکی کام ۱۳۹۷ غویی ۳۰)

د طالبانو د وروستیو پرمختګونو او د امنیتي ځواکونو د تلفاتو لوړیدو، مشرانو جرګه یوځل بیا هڅولې ترڅو له امریکا سره شوی امنیتي بیا وارزوي.

د ولسی جرګې استازی زلمی زابلی وایي؛ موږ د امنیتي تړون د لاسلیک پر مهال وغولول شو، هغه څه چې موږ نه غوښتل په پټو سترګو راباندې ومنل شول “ موږ خبر یو چې امریکا غواړي دلته تر یوې پیړۍ “۱۰۰ کلونو“ پورې په همدې ډول جګړییزحالت کې پاتې شي)

د مشرانو جرګې رئیس فضل‌هادی مسلم‌یار بیا وویل؛ مونږ به د امنیتي ادارو مشران عمومي غونډې ته راوغواړو او ترې وبه پوښتو چې آیا امریکایانو یې د جګړو په ډګرونو کې لازمه مرسته کړې کنه؟ .
مسلمیار زیاته کړه، افغان چارواکي باید له کومې ویرې پرته په ریښتینې توګه ځواب ورکړي تر څو دوی د یاد امنیتي تړون په بیا ارزونه غور وکړي.

د مشرانو جرګې لومړي نائب محمد علم ایزدیار وویل ؛ موږ ته ویل شوي و، چې امریکا د وسلوالو تر ټولو کوچني تحرکات هم څارلی شي، ولې د وسلوالو د تجمع پرځایونو بریدونه نه کوي په داسې حال کې چې هغوی د یوې ولسوالۍ مرکز په څو ساعتونو کې نیسي او ښایي امریکایان یې هم له هوا څخه څاري.
نوموړي زیاته کړه؛ موږ له امریکا څخه د قاطع عمل غوښتونکي یو باید وسلوال په هرځای او هروخت کې په نښه شي او کنه نو امنیتي تړون به لغوه اعلان کړو.

د امریکا سره د شوي امنیتي تړون تر مخه؛ امریکا به د هیواد له پولو څارنه او په جګړیزو حالاتو کې د امنیتي ځواکونو کلک ملاتړ کوي او که کوم لوری پرې خوښ نه وو، دوه کاله وړاندې به متقابل طرف خبروي تر څو دواړه لوري راتلونکي پلانونه ښه منسجم کړي .
همداراز افغان قضایی ادارې د امریکایي جرایمو څیړنه او غندنه نه شي ترسره کولی او نه هم حکومتي چارواکي کولی شي د هغوی د خپلسریو په وړاندې رسمي دریځ څرګند کړي.

مربوطه مطالب

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

This site uses Akismet to reduce spam. Learn how your comment data is processed.

Back to top button