لیکوال: محمد زبیر هاشمي
ای مسلمانه وروره!
ته دوه مرسته کوونکي ملګري لری؛ دا ملګري هغه ځای کې درسره مرسته کوي، کوم ځای کې ، چې دالله نه بغیر بل مددګار درته نه وي.
که ملګرتیا دې ورسره ښه په اخلاص وکړه، نو دی به هغه ورځ کې درسره مرسته او اخلاص وکړي کوم ورځ کې چې له تانه مهربانه مور ، پلار ، وررو ، زړه ته نږدې ځامن، او میرمن درنه تېښته کوي، او دملګرتیا به د څوک نه وی.
مګر دا دوه ملګري به په هغه وخت کې ستا خواته دفاعي حالات کې ولاړ وي او ملګرتیا به درسره کوي.
ستا دا دوه خواږه ملګري نومونه درته وښایم چې دوستانه ورسره ښه مضبوطه کړی ؟!!
د یو نوم روژه ده او د بل نوم قران دی !
رسول الله صلی الله علیه وسلم فرمایلی دي : چې د قیامت په هغه سخته ورځ کې روژه او قران کریم به دخپل ملګري شفاعت کوي.
روژه به الله تعالی ته وايي : ای پالونکیه زما، دغه کس ټوله ورځ په ځان خوراک ، څښاک او شهوات بند کړی وه، نو زه يې دبخښنې غوښتونکی یمه .
همداسي قران کریم به الله تعالی ته وايي: ای رب دغه کس زما لباره ټوله شپه خوب بند کړی وه ، نو زه يې سفارش کومه .
روژه او قران کریم به دخپل ګنهار ملګري شفاعت کوي له اور څخه به يي بچ کوي، خپل ملګري ته د جنت ټول خوشحالیانې به الله تعالی څخه غواړي.
عَنْ عَبْدِ اللَّهِ بْنِ عَمْرٍو أَنَّ رَسُولَ اللَّهِ صَلَّى اللَّهُ عَلَيْهِ وَسَلَّمَ قَالَ الصِّيَامُ وَالْقُرْآنُ يَشْفَعَانِ لِلْعَبْدِ يَوْمَ الْقِيَامَةِ يَقُولُ الصِّيَامُ أَيْ رَبِّ مَنَعْتُهُ الطَّعَامَ وَالشَّهَوَاتِ بِالنَّهَارِ فَشَفِّعْنِي فِيهِ وَيَقُولُ الْقُرْآنُ مَنَعْتُهُ النَّوْمَ بِاللَّيْلِ فَشَفِّعْنِي فِيهِ قَالَ فَيُشَفَّعَانِ

















