تميم توفيق
نن مې د کابل ټکی کام ويب سايټ په يو خبر کې د ايراني سفير خبرې وليدلې، نوموړی ويلي و چې له طالبانو سره په اړيکو يې د افغانستان حکومت ښه خبر دی چې تر کومه حده دي. سفير محمد رضا بهرامي دا خبره د ملي وحدت حکومت د چارواکو د هغو تورونو په ځواب کې کړې ده چې ويلي يې وو: د فراه ولايت په مرکز د طالبانو بريد له ايران سره د اوبو پر سر لانجې سره تړاو لري.
دغه راز د طالبانو وياند ذبيح الله مجاهد هم د ياد تور په تړاو پټه خوله پاتې نه شو او حکومتي چارواکو ته يې په سختو او واضحو الفاظو د خپلې دښمني او وسلوال خوځښت اصلي لامل ښکاره کړ. نوموړي د دغه تور په ځواب کې په خپله ټويټر پاڼه د حکومتي او امريکايي چارواکو ګډ انځور ته په اشاره وليکل چې دښمني يې د اوبو پر سر نه، بلکې د دغه جنرال او تر څنګ يې ولاړ امريکايي بيرغ سره ده، حکومتي چارواکي بايد ځان تير نه باسي، دوی بايد احساس کړي چې ټوله خاوره، اوبه او فضا د امريکايانو لخوا يرغمل شوي دي.
ايراني سفير له طالبانو سره اړيکې ښکاره کړې چې حکومت يې په حدودو ښه خبر دی او طالب ويندوی بيا د جګړو او بريدونو او له حکومت سره دښمني واضحه کړه چې د څه له امله يې دوام موندلی.
دا دواړه خبرې د کابل ادارې په ماته خوله د درانه سوک ګوزار و، ځکه خو يې په اړه تر اوسه پورې چوپه خوله دي او دې ډانګ پيېلو څرګندونو ته يې هيڅ پاسخګويي نه ده ښودلې.
که رښتيا ته نظر وکړو، مجال نه لري چې ايران دې د پردۍ مداخلې په وړاندې د طالبانو قاطع دريځ ته په کتلو په افغانستان کې د لاسوهنې زړه ښه کړي، له دې علاوه ايران دومره سياسي او اقتصادي توان هم نه لري چې هم دې په سوريه کې له امريکا/ناټو سره ځان ښکيل کړي او هم دې افغانستان ته لاس وغځوي.
د ايران حکومت په دې کچه بې عقل هم نه دی چې د خپل هيواد د اوبو په کنټرول او توزيع کم لګښت دي د افغانستان د يوې ويالې لپاره د نظامي مداخلې په بې حسابه مصارفو او سیاسي بدرنګۍ بدل کړي.
خو له دې سره سره بيا هم د امريکايي مداخلې په وړاندې وسلوال ولسي پاڅون نورو خلکو ته منسوبول او ډول ډول تورونه پوري کول دا ښکاروي چې دغه يوازې او يوازې د بې کفايته چارواکو د خپل نا اهليت د پټولو هڅه ده او دوی په دې تورونو پوري کولو سره غواړي د څو غوليدليو هيوادوالو سترګې ورپټې او د څو نورو ورځو لپاره يې د ځان ملګري کړي.
په دې کې شک نشته چې د ع او غ ادارې لوړپوړي د هغو چوکيو وړ او مستحق نه دي چې پرې کينول شوي دي، په دې خبره خپله ځينو حکومتي چارواکو او د پارلمان غړيو هم اعتراف کړی دی.
همدا تيره ورځ د ولسي جرګې غړي ډاکټر رمضان بشردوست له يوې رسنۍ سره په خبرو کې وويل چې حکومتي چوکۍ په نا اهل کسانو ډکې دي، نوموړي وويل: »ستانکزی ساختماني انجنير دی خو د ملي امنيت په رياست کې کار کوي، ويس برمک انجنير دی، د پوليسو اکاډمي يې ليدلې نه ده خو د کورنيو چارو وزير دی. بهرامي هم د دفاع وزارت لپاره وړ کس نه دی. دوی خپلې دندې نه شي اجرا کولی او د خلکو د مرګ ژوبلې سبب کېږي.«
دا حقيقت دی، چې حکومت يې بايد ومني. په افغانستان کې روانه جګړه د امريکايي اشغال په وړاندي ولسي وسلوال پاڅون دی، هر جګړه يا چاودنه د همدې يرغلګرو او د همدې بې کفايته چارواکو د نامشروع تسلط د خاتمې په پار ترسره کيږي.
اوس چې حکومتي چارواکي هم د جګړې د اصلي لامل پلويان دي او هم په همدې برخه کې بې کفايته او د هيڅ قابل ذکر اهليت خاوندان نه دي؛ نو ورته بويه چې نور د دې ولس په زخمونو مالګې ونه دوړوي، خپله لاسپوڅي او غلامي په ولسي حرکت ورونه تپي او دا مظلوم ولس نور د مرګ کندې ته ونه غورځوي.
















