(کابل ټکی کام ۱۳۹۷ غویی۳۱)
د افغانستان لپاره د روسیې ځانګری استازی ضمیر کابلوف وايي چې امریکا د روانې ستونزې په دوه لاري کې قرار لري، یا به له طالبانو سره مخامخ خبرو ته کیني او یا به هم په دې هیواد کې جنګونه او وینې تویدل کلونه کلونه روان وي.
نوموړي وویل؛ امریکا دې زمونږ له تاریخ څخه ور زده کړي چې په لس کلن نیواک کې مو تر ۱۵۰۰۰ ډیر عسکر ووژل شول خو هیڅ مو تر لاسه نه شو کړای.
کابلوف وايي؛ امریکا دې مخامخ د طالبانو سره خبرو کولو ته را وړاندې شي ځکه چې د ده په خبرهغوی (طالبان) د افغان حکومت “لاسپوڅی” او ځان د نیمایي افغانستان واکمن ګڼي.
د بلومبرګ ورځپاڼې ویلي؛ امریکا پر روسیه تور لګوي چې په سیمه کې د امریکا ضد وسلوالو ملاتړ کوي، خو روسانو هر وخت دا ادعا رد کړې او تر اوسه هیڅ داسې ثبوت نشته چې وښیي دې هیواد دې د وسلوالو طالبانو مرسته کړې وي .
روسي استازي ویلي ؛ په افغانستان کې د بهرنیو ځواکونو زیاتیدل وضعیت لا پسې خرابوي او په وینا یې چې که امریکا ۵۰ زره نور ځواکونه هم واستوي، د افغانستان روان وضعیت نشي ښه کولی.
کابلوف ټینګار وکړ چې امریکا په افغانستان کې کټ مټ هماغه ناکامې تجربې تکراروې ،له کومو سره چې شوروي اتحاد مخامخ وو.
امریکا په ۲۰۰۱ کال کې پر افغانستان یرغل وکړ چې تر اوسه یې تر دوه نیم زرو ډیر ځواکونه وژل شوي او لسګونه زره نور ټپیان دي.
د امریکا د دفاع وزارت یا پنټاګون وايي چې د افغانستان جګړه په کال کې ۴٥ میلیارده ډالر لګښت لري


















