(کابل ټکی کام ۱۳۹۷ غویی ۳۱)
وروسته تر هغه چې امریکا له ایران سره اټومي تړون لغوه کړ او پر دې هیواد یې یوځل بیا د بندیزونو لړۍ پیل کړه، تازه اندیښنې دادي چې دا کار به د چابهار بندر سوداګري هم ټکنۍ کړي .
د رویټرز خبري اژانس د خبر تر مخه، چابهار پروژه د افغانستان د اقتصادي ودې او د پاکستان له احتیاج څخه د خلاصون تر ټولو مهمه پروژه ده، چې ښایي د ټرمپ د بندیزونو له امله په تولییزه توګه متاثره شي.
رویټرز ته یې سرچینو ويلي، چې سر له اوسه د دې بندر د زیربنایي پروژو درۍ تړونونه ځنډول شوي چې له ډلې یې دوه چینايي شرکتونه او یوې فنلنډۍ ډلې سر له اوسه د تګ هوډ کړی دی.
بلخوا هند د دې پروژې د رغولو لپاره ۵۰۰ میلیون ډالرو پانګې اچونې شوې ژمنه هم ځنډول شوې او یوه هندي دیپلومات ویلي چې“د ولسمشر ټرمپ پرېکړې موږ د دې پروژې د پیل ټکي ته ستانه کړو او باید د دې تړون شرطونو ته بیاکتنه وکړو“
خو د افغانستان د سوداګرۍ خونې اجرايي مشر عتیق الله نصرت وایي چې د چابهار برخلیک لا هم نه دی څرګند او تر اوسه په دې تړاو کوم معلومات نه لري.
یو کال وړاندې افغانستان، هند او ایران یو درې اړخیز تړون لاسلیک کړ چې له مخې به یې کابل او ډېلی د ایران د چابهار بندر له لارې را کړه ور کړه کولی شي.
چابهار د پاکستان له ګوادر بندر ۹۰ کیلومتره لرې پروت دی چې هند ته یې له دې کبله ارزښت زیات دی تر څو له یوې خوا پاکستان څنډې ته کړي او له بل پلوه په مستقیمه توګه خپل توکي افغانستان او منځنۍ آسیا ته ورسوي.


















